<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-03 19:09:40    
د چين جيالوژيکی موزيم

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د بېجينګ په ښار کې نه يوازی د لوي ديوال او امپراطوری ماڼۍ په شان تاريخی اثار ليدل کېږی، بلکه پکی زيات شمېر په زړه پوری موزيمونه د ليد وړ دي. د چين جيالوژيکی موزيم چې د بېجينګ امپراطوری ماڼۍ شمال لويديځ لورې ته نژدی دی، د نوی کاله دمخه جوړ شويدی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د دې موزيم په باب څه معلومات واورئ.

د چين جيالوژيکی موزيم په ١٩١٦ کال کې جوړ شو او تر روان کال پوری يی نوی کاله پوره شول. دغه موزيم د چين په تاريخ کې د حکومت په پانګې د طبعيت پېژندنې لومړنی موزيم دی، د څو څو ځلو له بيا جوړونې وروسته اوس د چين جيالوژيکی موزيم يو معاصر موزيم ګرځېدلی دی.

د دې موزيم په لوی سالون کې چې پراخوالی يی څه نا څه څلور زره پنځه سوه مربع متره دی، څه دپاسه دوه لکه قيمتی جيالوژيکی نمونې ليدل کېږی. په دې جملې کې د ډبرې شوی ستر ډيناسور تنه او د يوان مو او بېجينګ په نامه د ابتدائی انسانانو فوسيلونه شامل دي. پر دې سر بيره ډول ډول قيمتی ډبرې هم پکې ايښودل شويدي.

په دې هکله د دې موزيم کارکوونکي ښاغلي جاو که ران خبريال ته داسی وويل

( لومړی اواز)

د طبعيت پېژندنې د زياتو موزيمونو په څېر د چين جيالوژيکی موزيم ډېر شمېر جيالوژيکی نمونې ساتی، په جيالوژيکی ساحه کې څېړنه کوی او نندارچيانو ته علمی معلومات برابروی. په دغه موزيم کې د ځمکې، قيمتی ډبرو او مځکنيو سرچينو په شمول پنځه دايمی سالونونه او دوه موقتی سالونونه شته چې په داسی سالونونو کې د چين حتی نړۍ د جيالوژيکی سرچينو معلومات څرګنديږی او نندارچيان د ځمکې په اړه زيات معلومات تری تر لاسه کولای شی.

د يادونې وړ خبره دا ده چې په وروستيو کلونو کې دغه موزيم هغه ښاريان چې له جيالوژيکی علم سره زياته مينه لری هم راجلب کړيدي. ځکه دوی ته اجازه شته چې خپلې قيمتی ډبرې دغه موزيم ته راوړی چې متخصصان يی وارزوی.

د بېجينګ اوسېدونکی ښاغلي تاو ګانګ له ډول ډول ډبرو سره ډيره علاقه لری. خبريال د چين له جيالوژيکی موزيم څخه د ليدنې په وخت کې ور سره مخامخ شو. هغه خبريال ته وويل

( دوهم اواز)

ډير وخت دمخه می وغوښتل چې له دغه موزيم څخه ليدنه وکړم. زه او زما مېرمن چې دواړه دری اويا کلن يو، له قيمتی ډبرو سره ډيره علاقه لرو. اوس مو په دې هکله زيات پوه شوي يوو.

له نندارتون او څېړنې نه پرته د چين جيالوژيکی موزيم د پوهنې د درواجولو لپاره رنګا رنګ په زړه پوری فعاليتونه تر سره کړيدي. د ځمکې په نامه مجله چې د دغه موزيم له خوا له ١٩٨١کال راهيسی خپرېږی، په چين کې په دې باره کې يوازنی مجله ده. هر کال دغه موزيم د جغرفيا په هکله د ماشومانو دوبنی کمپ جوړوی.

علاوه پر دې، دغه موزيم کله کله د جغرفيا په هکله زيات نندارتونونه او کورسونه پر ځای کوی.

نوی کاله پخوا د دغه موزيم د جوړېدو په وخت کې يو هدف په ګوته شوی و او په چين کې لومړی مقام وګټی او په نړۍ کې زيات شهرت ولری. اوس دغه موزيم په اسيا کې لومړی لوی جيالوژيکی موزيم ګرځېدلی او د امريکې، جاپان، روسيې، بريتانيې، ألمان او بيلجيم په شمول د څو هېوادونو له دغه ډول موزيمونو سره يی اړيکې ټيګې کړيدي.

سږ کال د چين د جيالوژيکی موزيم د جوړېدو نويمه کاليزه ده، له دې فرصت څخه په استفادې سره به دغه موزيم خپلې اغېزې پراخې کړي. ښاغلي جاو که ران په دې اړه وويل

( دريم اواز)

د دغه موزيم د تاريخ په هکله به مونږ يو لړ کتابونه چاپ کړو، د مثال په توګه د دغه موزيم له خوا د ساتل شويو نمونوی اثارو او قيمتی ډبرو د عکسونو کتاب. او دغه راز به د يو لړ مستندو فلمونو د جوړېدو لپاره د چين د مرکزی ټلويزيونی ستېشن سره همکاری وکړو.

ښاغلي جاو هيله لری چې د دغه موزيم له خوا د يو لړ فعاليتونو د جوړېدو له لارې به چينايان د جغرفيا په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد چې د نننی کړی عنوان و د چين جيالوژيکی موزيم. ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو.