د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د مارچ په څلورمه نېټه په اسلام اباد کی د امريکی له ولسمشر بوش سره د دواړو هېوادونو د اقتصادی او سوداګريزو اړيکو، د ترهګری پر ضد مبارزې ، د کشمير مسئلې، د پاکستان د ديموکراسی بهير او د ملکی ذروی تخنيک په اړه امريکی او هند د تړون په ګډون يی د پاملرنې وړ مسئلو په سر خبرې اترې وکړی.
د خبرو اترو نه وروسته په مطبوعاتی غونډه کی مشرف د کشمير د مسئلې په هکله يی د بوش د دريځ ستاينه وکړه.
بوش وويل دواړو خواوو د دواړو هېوادونو تر منځ د دايمی ستراتيژيکو همکاريو د نور هم پياوړتيا په اړه موافقه وکړه.