<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-04 19:21:40    
انترنت د مرخيړو د پلورلو لپاره بزګرانو ته معلومات برابرېږی

cri

د انترنت پرمختګ د بزګرانو د ژوند په بيلا بيلو ساحو کی بدلونونه راوړی او راوړی يی .اوس بزګران له انترنت څخه د خپلو کرهڼيزو محصولاتو د پلورلو لپاره زيات معلومات لاس ته راوړلی شي . د بېلګې په توګه د چين د پلازمينی بيجينګ د دا ان شان علاقه داری د سی شانګ کلی له ښارې سيمی څخه يوازي سل کيلومتره واټن لري ، خو پخوا يی اقتصاد کرهڼيزو معلوماتو ته د لاس لاسی نه لرلو د نه تر لاسه کولو له امله چټک پرمختګ نه دی کړی .اوس د دغه کلی بزګرانو د بيجينګ ښاروالی لخوا د پلی شوي معلوماتي پلان له لاری له ځانګړو سرچينو څخه په استفادی سره له خپل کلی څخه يو أباد او سمسور کلی جوړ کړی دې .

دوه کاله دمخه د دغه کلی د سکرو يو کان له امنيتی معيار سره د سمون له امله بند شو .خو د علاقه داری حکومت د معاصرې کرنې د پرمختګ د هڅولو لپاره داسی وړانديز کړی چی د سکرو کان په لاره کی مرخيړي وروزل شی .په هغه وخت کی د کليوالو باور نه و چه د مرخيړو د روزلو له لارې به ګټې لاس ته راوړي .

د بزګرانو د انديښې له منځه وړلو لپاره د علاقه داری حکومت په ځانګړی توګه د کرنی کارپوهان راغوښتل چه کليوالو ته د سکرو کان په لاره کی د مرخيړو د روزنې اړوند معلومات ور کړی او دغه راز د مرخيړو پلورلو لپاره بازارونه ور په ګوته کړی .

د سکرو کان په لاره کی د مرخيړو د روزلو لګښت په ګرين هوسونو يا سر تړلی فارم کی د روزلو له لګښت څخه نيمه برخه کم شوی دی . نو له دی امله بزګرانو زياتی

ګټی اخيستي دي . يو کال وروسته د دا ان شان علاقه داری د مرخيړو د روزلو لپاره ٦ مليونه يوانه پيسی واچولی او د سکرو په ٣٠ بندو شويو لارو کی يی د شپږ زرو ميترو په اوږدوالی د مرخيړو د روزلو اډې جوړې کړې . د روزلو له يوې مياشتې وروسته د مرخيړو توليدی اندازه ٢سوه زره کيلو ګرامو ته ورسيد ، خو له بده مرغه د مرخيړو د پلورلو په اړه د اړوندو معلوماتو د نشتوالي له امله د دغو مرخيړو پلورنه له ستونزو سره مخامخ شوه .په پای کی د دی علاقه داری د کوششونو له امله د بيجينګ د ګه هوا د تلويزيونی انترنيت محدود شرکت د فانګ شان څانګې د انترنيت پرانستلو لپاره له دوي سره مرسته وکړه او په دی توګه بزګرانو د بازارونو د اړتياوو په اړه لازم معلومات تر لاسه او اخيستوونکی يي پيدا کړل چی له امله يی بزګرانو زياتې سپارښتنې تر لاسه کړې دي . اوس د مرخيړو ،غلودانو او هګيو په شمول کرهڼيز محصولات بزګرانو ته زيات عايدات په لاس واوړي .په علاقه داری کې د کرنی د صنعتی کيدو له امله ٦٥٠ بزګران استخدام شوی او هر کال ١١ مليونه يوانه عايدات تر لاسه کيږی کيږي .

انترنت نه يوازی د مرخيړو د پلورلو لپاره بزګرانو ته اسانتياوی برابرې کړی او کوی يی بلکه بزګرانو ته يی د کرنی په اړه زيات معلومات برابر کړي او کوی يی او رسوی يی .باور دی چی د انترنت د خدمت له مخی به د بزګرانو ژوند ورځ په ورځ ښه شی .