<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-04 20:46:16    
د ماشومانو له پاره د ميوو د خوړلو تجويزونه

cri

عمومأ خلک دا نظر لري چه ميوې د انسان د روغتيا له پاره ډيرې ګټې لري ٠ خو دلته د توجه وړ مسئله دا ده چه ايأ زياتې ميوي خوړل د صحت له پاره ګټه لري که نه ؟ په ميوو کې د قند ، ويتامين او معدني مادو په شمول مغذي مادي موجودي دي ٠ طبعأ ميوي خوړل د صحت له پاره رښتياني ګټه لري ٠ مګر که څه هم په ميوو کې زياتې تغذيي شته ، خو که زياتې ميوي وخوري ، نه يوازي د صحت له پاره ګټه نه لري بلکه زيامن هم دي ٠ په تيره بيا د ماشوماتو له پاره ٠ ايأ د زياتو ميوو خوړل ماشومانو ته کوم ضرر رسوي ؟ څرنګه چه د ماشومانو د معدې او کولمو عمل يعني د هاضمې قوت ضعيف دي ، که زياتي مويي وخوري ، د هاضمې په جهاز کې به بارونه درانده وي او په نتيجه کې به د هاضمې او جذبي د بي نظمې او تکليف سبب وګرزي ٠ بر سيره پر دي په ميوو کې زيات قند د پښتورګي څخه له ادرار سره وتلي شي ، نو په ادرار کې غير عادي بدلون رامنځته کيږي ٠ دغه راز د زياتو ميوو خوړلو په اثر په پښتورګي کې د ناروغۍ علت منځته راځي ٠ په خاص ډول دي وويل شي چه د بيلا بيلو ميوو خصوصيات هم بيل دي ، نو ماشومان بايد ځيني ميوي زيات و نه خوري ٠ مثلا که شفتالو زيات وخوړل شي ، د تبې په خپټه کې د نفخ احساس او د اشتها د خرابوالي سبب راځي ٠ که زيات ناکونه وخوړل شي ، معدي او طحال نه زيان رسيږي او د نس ناستي ناروغۍ پيدا کيږي ٠ که املوک زيات وخوړل شي ، غول به وچ په تيره بيا په داسي حال کې چه معده يي خالي ده ، املوک و خوړل شي ، په معده کې تيزي پيدا کيږي ٠ د تغذيه پيژندونکو په نظر له هغو ماشومانو څخه پنځه اويا فصده چه عمر يي له اوو کالو نه کم دي ، ډير ضعيف دي چه د ميوو قند د معدې او کولمو له خوا راجلب کړي ، نو دوي به د اشتها د خرابوالي ، د نس د خوږتيا او ارمولي په ناروغيو اخته وي ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده څرنګه چه د ماشومانو متابوليزم ډير قوي او د درملونو د جذبولو او دفع کولو جريان يي چټک دي ، بر سيره پر دي د دوي د ځګر او پښتورګۍ عمل هم د تکامل پړاو ته نه دي رسيدلي ، نو د لويانو په مقايسه يي د درملونو خوړلو په مقابل کې انعکاسات هم بيلا بيل دي ٠ لومړي کله چه د ماشوم ناروغۍ په سم ډول تشخيص شي ، بايد په وخت ور ته دوا ورکړي شي ځکه چه د ناروغۍ حال يي ژر ژر بدليږي ، که په وخت يي علاج نه شي ، نو د ناروغۍ حال به ژر سخت شي ، د مثال په توګه که هغه ماشوم چه د نس ناستي په ناروغۍ اخته دي او په وخت يي علاج و نه شي ، په لنډ وخت کې به يي په بدن کې اوبه کمې او دي به بي هوشه او حتي مړ شي ٠ د توجه وړ دوهم ټکي دا دي چه ماشوم د ځينو دواګانو په مقابل کې ډير حساسيت لري ٠ مثلا ماشومان د مرفين سره ډير حساسيت لري ، نو د هغه ماشوم له پاره چه سن يي د يو کال نه کم وي ، د مرفين استعمال ممنوع دي ٠ ځيني درملونه د ماشومانو د مسموميت سبب کيږي ٠ د عفونت په ضد يو ډول مرهم چه نيوميسين نوميږي ، که د ا ندازي نه زيات استعمال شي ، ماشوم به کوڼ کړي٠ دا د توجه وړ دريم ټکي دي ٠ په پاي کې پلار او مور بايد په دقيقه اندازه ماشومانو ته دوا ورکړي ٠ ځيني دواګاني د ماشومانو د سن ، خو ځيني يي د ماشومانو د بدن د وزن له مخې استعماليږي ، نو بايد په دي برخه کې له ډاکترانو او روغتون څخه بشپړ معلومات تر لاسه شي ٠