د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان امنيتي چارواکي د مارچ په څلورمه نېټه پخلی کړی چې د دغه هېواد د استخباراتو څلور تنه مامورين په همدې ورځ په هلمند ولايت کې په يو بريد کې وژل شوي دي ٠ د خبر له مخې نوموړي څلور تنه کسان د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته د تګ په لاره کې د بمي چاودنې له امله مړه شوي او تر اوسه پوري هيچا او هيڅ سازمان ددغې پيښې پړه په غاړه نه ده اخيستې ٠
|