د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د نيوز ورځپاڼی د مارچ په پنځمه نېټه د پاکستان د چارواکو په وينا خبر خپور کړ چې د پاکستان پوځ د روانی مياشتی په څلورمه نېټه افغانستان ته نژدی د پولو په اوږدو کې د پوځی عملياتو په ترڅ کې سل تنه ناقانونه وسله وال عناصر وژلي دي .
د خبر له مخی په دغو عملياتو کې د پاکستان پوځ د شمالی وزيريستان د قبايلو د سيمه د ميران شاه په ښارګوټی کې څه دپاسه شل او ورڅېرمه د مير علی په علاقه داری کې پنځه اتيا تنه وسله وال عناصر وژلي دي چې په کې دری حکومتی سرتېری هم وژل شوي دي .