<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-05 18:21:35    
د چين د خيالي سفر په نامه هنری ډلې له خوا ويل شوی بهرنې سندرې

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د خيالي سفر په نامه هنری ډلې له خوا ويل شوی څلور بهرنې سندرې تاسو ته وړاندی کړو٠اوس به مونږ په ګډه د پخوانی شوروی اتحاد يوه مشهوره سندره واوری چی نوم ئی شپه د مسکو په څنډو کی ده٠

( سندره ١ )

دغه سندره په چين کی ډېره مشهوره ده او د تېری پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د عشقي سندرو يوه نمونه وه٠ د خيالي سفر په نامه هنری ډله د ٢ ښځينه او يو نارينه سندرغاړي له خوا جوړه شوی ده، اوس به مونږ په ګډه يوه تايلندی سندره واوری چی نوم ئی د شيان سه سيند په غاړه دی٠

( سندره ٢ )

ددې هنری ډلې ډېره څرګنده ځانګړتيا دا ده چی د سندرو ويلو په اړه د لويديځو هېوادونو د سبک د ولسي سندرو د ويلو په تړاو له ځانګړي سبک سره يو ځای او دغه نوی هنری ډله رامنځته شوی ده٠ اوس به مونږ په ګډه د دوی له خوا ويل شوی يوه انګليسی سندره واوری چی نوم ئی له مينې او أرامتيا څخه ډک کور دی .

( سندره ٣)

د خيالي سفر په نامه هنری ډلې په تيرو ٢ کلونو کی په وار سره ١٦ البومونه اوريدونکو ته وړاندي کړی چی چينی او بهرنی نامتو سندری پکې شاملې دي٠ د

پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ديمکراتيکی کوريا يوه سندره واوری چی نوم ئی کوچنی سپينه کښتۍ دی٠

( سندره ٤)

ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠