<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-05 18:31:38    
د تمدن ځانګو او د حماس هېواد

cri

يونان داسي لرغوني هېواد دی چی د لويد يځې نړۍ د تمدن ځانګو وه، هنر ، فلسفه او ادبياتو يی ډېره ترقي موندلي وه٠ د يونان مرکز اتن افسانوي ښار ندي، بلکي د نورو اروپايی ښارونو سره زيات توپير نه لري چی واټونه يی تنګ او په دواړو غاړو کی ئی مغازې يو د بل ولاړی دی، خو ځانګړي خصوصيت يی دا دی چی دا ښار بالکل سپين دی ځکه چی ودانۍ يی په سپينو مرمرو جوړې شوي دي٠ د سفر لومړي ځاي د اتن ښار په مرکز کی پارلماني وداني ده چی پخوا يوه شاهي ماڼۍ وه٠ د دې ودانۍ په وړاندي يو ميدان دی چی د اساسي قانون د ميدان په نامه ياديږي ځکه چی وګړي په دی ميدان کی راغونډيدل او له شاهي تخت څخه د پاچا د ليری کيدو او د ديموکراسي د تطبيق غوښتنه يی کوله٠ نوموړې درې پوړيزه ودانۍ په سپينو او ژيړو مرمرو جوړه شوې او د ودانۍ په وړاندي د يونان د بی نامو قهرمانانو د يادونې څلی ولاړ دی او په لويو تيښو يا ډبرو باندی د داسی هېوادونو نومونه حکاکي شويدي چی په پخوا زمانه کی يی د يونان سره جګړه کړي وه٠ د اتن محافظه ښار د دی ښار په مرکز د يوې غونډی په سر باندی پروت دی، د افسانې له مخی په لرغونی زمانه کی د سمندر رب د جګړې د رب او د عقل له ربې اتنا سره د اتن ښار د ساتونکي حق د لاس ته راوړلو لپاره رقابت وکړ، د اربابو مشر زيوس پريکړه وکړه څوک چی انسان ته يو ګټور شی ورکړی، د اتن ښار ساتونکي حق به ور په غاړه کړي، د سمندر

رب خپل تبرزين په زمکه وواهه، په زمکه يو لوي سوری رامنځته شو چی وچ ښار ته ئی اوبه ورسولی ، خو د جګړې رب او د عقل ربې انسان ته د سولې په نښان د زيتون ښاخ ورکړ٠ په دی وجه اتنا د يونان د ساتونکي ربې په نامه شهرت وموند٠ خلکو د

اتنا لپاره ساتونکي ښار جوړ کړ، که څه هم دغه ښار په کنډوالو بدل شو، خو د ښار په مرکز کی د پتنون د مقدس معبد اساسي ساختمان لاهم ساتل شويدي چی نوموړي معبد خاص د اتنا د قربانې کولو لپاره جوړ شو او د يونان د خزانې په توګه بلل کيږی٠ نوموړی معبد نهه شپيته متره اوږدوالی او دېرش متره پلنوالی لري او شپږ څلويښت جګې ډبرينې ستنې د دې ودانۍ د هماهنګې ښکلا مظهر دی ٠

له اتن نه اولمپيا ته د رسيدو لپاره د موټر شپږ ساعته مزل دی ٠ په يوناني افسانه کی دلته د اربابو هستوګنځی و او د اربابو مشر زيوس په يوه لويه ماڼۍ کی اوسيده او هر کال به يی د ميلمنو لپاره لويه ميلمستيا جوړوله ٠ اولمپيا د اولمپيک د سپورتی لوبو سرچينه ده او اوس د اولمپيا د لرغون پيژندونکي کارونه لاهم روان دي، د تاريخي کنډوالو له شمال لويديځ نه د کنډوالو ساتونکی سيمی ته داخليږي او د اولمپيا ټولې ودانۍ ليدل کيږی٠ د زيړس معبد تر ټولو لوي معبد دی او د تاريخي معلوماتو له مخی په دی معبد کی د دوولس اعشاريه څلورو مترو په جګوالي د زيوس ناسته مجسمه موجوده وه چی د مجسمی پايه له ميسو، د فيل له غاښونو او سرو زرو څخه جوړه شوی او ډول ډول قيمتي ډبرې هم ورباندی مرصع کاري شوي دې چی د اوو نړيوالو عجايبو څخه شمېرل کيږی٠

د ځينو کسانو په نظر چا چی د سانتوليني ټاپو يي نه دی ليدلی، يونان ته هم نه دي رسيدلي ٠ دغه ټاپو د اورغوزونکي غره له خوا جوړ شوی او سمندري غاړې يي ډيرې ښکلي دي ، سيلانيان په دي ټاپو کی د يونان ښکلی سمندری منظرې ليدلي شي، په اتن کی نقره يی زيورالات، تقليدي ميسي يا ګچي مجسمې او د زيتون غوړي او يوناني غزا هم د سيلانيانو د هر کلي وړ دي٠