<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-06 17:19:40    
د چينايی ښځو په باب څه معلومات

cri

د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو لومړی ښځينه جنراله:

د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو لومړی ښځينه جنراله چه لی جن نومېده، په ١٩٠٨ کال کی د هو نان ولايت د ليو يانګ په ولسوالی کی زېږېدلی ده . د دې کور ډېر غريب و . د ماشومتوب په وخت کی د ناوکی په توګه بل کور ته ور کړه شوه او سخت ژوند يی درلود. په ١٩٢٦ کال کی نولس کلنې لی جن په يو محلی ښځينه سازمان کی ګډون وکړ او له دې نه وروسته يی د خپل وطن د ازادۍ لپاره هڅه وکړه او ژر د يوې سيمه ايزې ښځينه شورا د يوی غړی په توګه ومنل شوه. په ١٩٢٧ کال کی لی جن د کمونست ګوند يوه غړی وګرځېده. په دې کال کی يی په يوه مشهوره جګړه کی ګډون او د هو نان ولايت د ګوريلايی جګړو لارښوونه وکړه. هغې په خپل زړورتيا،عقل او هوښيارۍ په دغه سيمه کی ډېر شهرت تر لاسه کړ. په اوږد مارش ، د جاپان د تېری په ضد په جګړه او د هېواد په ازادی غوښتونکی جګړه کی يی ستر خدمتونه تر سره کړل او د امريکی د تيری پر ضد په کوريايی جګړه کی د چين د ولسی اوطلبانه اردو د سياسی څانګی د سرمنشی په توګه وټاکل شوه . په ١٩٥٥ کال کی لی جن ته د بريد جنرال رتبه ورکړل شوه چه د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو لومړی ښځينه جنراله هم وه.

د ١٩٩٠ کال د مارچ په يولسمه نېټه لی جن په بېجينګ کی د خپل عمر په اتيا کلنی له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی .

په چين کی لومړی ډله ښځينه زده کوونکی:

د ١٩١٩ کال د می د څلورمی نيټی مشهور غورځنګ نه مخکی، د چين بيلا بيلو پوهنتونونو ښځينه زده کوونکی نه منلی. د دې کال د مارچ په مياشت کی د بېجينګ پوهنتون رئيس ښاغلی څای يوان پی په تيان جين ښار کی ځوانانو ته د وينا په ترڅ کی غوښتنه وکړه چه بايد ښځو ته د لوړې زده کړې فرصت ور کړی شی. د ١٩٢٠ کال د جنوری په لومړی نېټه ، د شانګهای په يوه ورځپاڼه کی د څای يوان پی يوه مرکه خپره شوه چه پکی ويل شوی وو چه بېجينګ پوهنتون غواړی ښځينه زده کوونکی ومنی. د همدې کال د مارچ په مياشت کی وانګ کون لون چه د بېجينګ پوهنتون يو زده کوونکی و، ښاغلی څاو يوان پی ته وويل د ده مشره خور وانګ لان په دغه پوهنتون کی د زده کړی غوښتنه لری، ښاغلی څای يوان دغه غوښتنه ومنله چه په دې توګه وانګ لان د بېجينګ پوهنتون لومړی ښځينه زده کوونکی شوه. له دې نه وروسته ، نورې اته ښځينه نارسمی زده کوونکی ومنل شوی . د ١٩٢٠ کال په دوبی کی ، بېجينګ پوهنتون په رسمی توګه د ښځينه زده کوونکو په منلو پيل وکړ.

په چين کی د ښځو لپاره لومړی جريده

په ١٨٩٨ کال کی د وو شو په نامه د سياسی سمون په ترڅ کی په شانګهای کی د چين د ښځينه زده کوونکو ټولنې لخوا د ښځو لومړی جريده چاپ شوه چه نوم يی د ښځينه زده کوونکو جريده و.

دغه جريده د ١٨٩٨ کال د جولای په څليرويشتمه نېټه په رسمی توګه له چاپه ووتله او په هره مياشت کی دری ځله خپريږی . د دې جريدې دوه ويشت کارکوونکی وې چه ځينی يی د چين په تاريخ کی د مشهورو شخصيتونو کورنيو لوڼې يا ښځی وې. د دې جريدې هدف د ښځو حقوقو ساتل و چه په هغه وخت کی يی د ښځو د ازادۍ لپاره فعال رول لوبولی و.