<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-06 18:47:43    
زما هدف دا دی چی د چين ډيجيټل بريښنايی توکی د نړۍ هر ګوټ ته و پلورل شی

cri

ګرانو اوريدونکو ١٤ کاله دمخه هغه يوازی په الکترونيک بازار کی د کی بورډونو او د کمپيوتر صندوقونو پلورونکی و خو اوس د يوی لويی کمپنۍ عمومی مدير دی چی د پلورلو کلنی ارزښت يی ٢ مليارډو يوانو ته رسيدلی دی .د ده د کمپنۍ له خوا توليد شوی يو لړ ديجيټل برېښنايی توکی د مشتريانو د هر کلی وړ دی .په دی پروګرام کی به د چين د هوا چی ډيجيټل برېښنايی توکيو محدود شرکت د عمومی مدير فنګ جوين په اړه يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو چی د چين د کمپيوترونو په ساحه کی ډير شمرت لری

٣٦ کلن فونګ جون په ١٩٩٢ کال کی له چينګ هوا پوهنتون څخه فارغ شو او ورپسی د يوی کمپنۍ د جوړولو لپاره د بيجينګ د جونګ ګوان چون علمی سيمی ته لاړل .هغه وويل (اواز...........) په ١٩٩٢ کال کی په چين کی د انترنت چارو چټکتيا موندلې او د ما لپاره يی اقتصادی فعاليت د پيل کولو يو فرصت برابر کړ .

فنګ جوين يو هوښيار او زيارکښ سړی دی او د سوداګرۍ د فعاليتونو په زياتېدو سره هغه په ١٩٩٣ کال کی د هوا چی ډيجيټل برېښنايی توکيو محدود شرکت جوړ کړ او ورپسی د دغه شرکت د پلورلو ارزښت پرمختيايی سرعت په مسلسلو څو کلونو کی په سلو کی له ٦٠ څخه زيات شوی دی .په ١٩٩٩ کال کی د انترنت د پرمختګ او د کمپيوترونو د عامولو له امله چين د بېلا بېلو ډيجيټل برېښنايی توکيو لرلو زيات اړشو .نو له جدی څيړنی وروسته د ده په مشرۍ دغه شرکت به زېرميږو توليداتو کی په پانګی اچونی او ديزاين لاس پوری کړ او د اي ګو په نامه مارک يا سوداګريزه نښه يی جوړه کړه . د وخت په تريدو دغه شرکت برياليتوب تر لاسه کړی او د حکومتی

څانګو او د ساينسی څيړنی موسسو د اي ګو په نامه له يو لړ توليداتو څخه خوښی

څرګنده کړه او دغه شرکت ته

يی د جوړولو زياتی سپارښتنی ور کړی .د زېرميږو توليداتو په څيړنی کی د برياليتوب له تر لاسه کولو وروسته فونګ جون بيا د MP3 بڼې د توليد په څيړنی لاس پوری کړه (اواز..............)

هغه وويل په ١٩٩٩ کال کی د زېرميږو توليداتو له څيړنی او ډيزان څخه مو زياتی ګتی اخيستی نو مونږ د MP3 په څيړنی او ډيزان کی د لګولو لپاره زياتی پيسی چمتو کړې دی .

په ٢٠٠٤ کال کی يعنی بازار ته د ای ګو په نامه MP3 د داخلېدو يو کال وروسته د پلورلو اندازې يی په کورنی بازار کی لومړی مقام ونيو او د MP3 دغه اندازه په پر له پسی دوو کلونو کی د کوريا جمهوريت د سم سانګ او د جاپان سونی مارکونو له MP3اندازی څخه اوښتی وه .

چن لی جوين په دغه شرکت کی يو کارکوونکی دی او د MP3 په شمول د توليداتو د څيړنی دنده په غاړه لری .دی وايی (اواز...............) د بهرنی مارکونو په پرتله د اي ګو په نامه MP3 د چينايانو د استعمال له عادت سره سمون خوری .هغه زياته کړه چی تر اوسه پوری دغه MP3 توليدات د بريتانيا ،فرانسی او امريکا په شمول هيوادونو او سيمو ته پلورل شوی دی .

تېر کال په چين کی د MP3 توليداتو د لومړی لويی برخی د نيولو سربېره دغه شرکت د 4MP يو لړ توليدات جوړ کړل .

د معلوماتو له مخی تر اوسه پوری د اي ګو په نامه د زېرميږو توليداتو اندازه د چين

د دغو توليداتو د عمومی اندازی په سلو کی ٣٠ برخه نيولی ده چی له امله د چين د

يرميږو توليداتو هم ډيره چټکتيا موندلی ده .

که څه هم فونګ جون يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړی خو نوموړی تل د نوی ډيجيټل برېښنايی توکيو په څيړنی بوخت دی .د دغه شرکت د راتلونکی د يادونی په

ترڅ کی هغه وويل د ده هدف دا دی چی د دوی توليدات به د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته وپلورل شی .(اواز..................) مونږ هيله لرو چی په نړۍ کی ټول مشتريان به د اي ګو مارک لرونکی توليدات استعمال کړي .