١_ د چين ملی ولسی کانګرس _
ملی ولسی کانګرس د چين د لوړه ملی واکمنه اداره ( ارګان ) او د بيلا بيلو کچو سيمه ايزولسی کانګرسونه د همدغو سيمو د دولتی واکمنۍ سازمانونه دي .
د ملی ولسی کانګرس دندې په دی ډول دي _ د اساسی قانون تعديلول او اصلاح کول ، د اساسی قانون د پلی کولو څارنه او نظارت ، د جزائی او ملکی قوانينو او دغه راز د دولتی سازمانونو او نورو برخو په اړه د بنسټييزو قوانينو جوړول او د هغو اصلاح کول . د ملی ولسی کانګرس ددايمی کميټی د مشر ، مرستيالانو ، سرمنشی او غړو ، دغه راز د چين د ولسی جمهوريت د مشر او مرستيال ټاکل . د ملی اقتصاد او ټولنيزی پرمختيا د پلانونو او د هغو دپلی کولو په اړه د راپورونو څيړل او منظورول او داسی نوری دندې دي .
٢_ د ملی ولسی کانګرس استازی
د بيلا بيلو کچو د ولسی کانګرسونو استازی په مستقيم او غير مستقيم ډول د رايی اخيستنی له لاری ټاکل کيږی . د ملی ولسی کانګرس استازی د ولايت په شمول د ټيټې کچی ولسی کانګرسونو لخوا په غير مستقيم ډول د رايو ورکولو له لاری ټاکل کيږی . د چين د ولسی جمهوريت هر هغه تبعه چه عمر يی اتلسو کالو ته رسيږی ، په ټولټاکنو کی د برخی
اخيستنی او د کانديدی حق لری .
د چين لسم ملی ولسی کانګرس ٢٩٨٥تنه استازی لری .
٣_ د ٢٠٠٦ کال لپاره د ملی ولسی کانګرس
د چين د لسم ملی ولسی کانګرس څلورمه غونډه د ٢٠٠٦ کال د مارچ په پنځمه نيټه په بيجينګ کی پرانستل شوه .
٤_ د دغی غونډې عمده اجنداوې دا دي : د حکومت د کارونو په باب د راپور اورول او څيړل . د ملی اقتصاد او ټولنيزی پرمختيا په اړه د ١١م پنځه کلن پلان د کړنلاری څيړل او منل . د ٢٠٠٥ کال د ملی اقتصاد او ټولنيزې پرمختيا د پلان دپلی کولو د معلوماتو په اړه راپور او د ٢٠٠٦ کال لپاره د ملی اقتصاد او ټولنيزی پرمختيا د پلان څيړل او منل او داسی نوری اجنداوی پکی شاملی دی .
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په اړه څه معلومات
١_ د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د چين د واکمن کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګونديزی همکاری او سياسی مشورو يو مهم سازمان دی او د چين په سياسی ژوندانه کی د سوساليستی ديموکراسۍ د پراختيا يوه مهمه لار ګڼل کيږی .
٢_ د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس جوړښت
د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس له ملی کميټې او سيمه ايز کميټو څخه عبارت دی . په دغه ملی کميټی کی د واکمن کمونست ګوند ، بيلابيلو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو ، غيرګوندی شخصيتونو ، ولسی ټولنو ، ټولو ملی لږکيو او ټولنو استازی ، دغه راز د هانکانګ
اومکاو د دوو ځانګړو اداری سيمو د اوسيدونکو ، د تايوانی
هيواد والو او د هغو چينی اتباعو استازی چه پخوا په بهرنيو هيوادونو کی اوسيدل او اوس خپل هيواد ته راستانه شوی ، او ځينی رابلل شوی ځانګړی شخصيتونه شامل دي . دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمی ملی کميټې د غړو شمير ٢٢٣٨ ته رسيږی چه په دی جمله کی د هيواد د ٥٥ ملی لږکيو ٢٦٢ تنه استازی او ٣٧٣ تنه ښځينه غړی هم شاملی دی .
ملی کميټی د خپل کار د اړتيا سره سم څو ځانګړی کميسيونونه او د کار نور دفترونه پرانستی دی .
٣_ د چين په سياسی نظام کی د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس مقام :
د چين سياسی نظام په دی ډول دي : په هيواد کی د واکمن کمونست ګوند تر واحدی لارښوونی لاندی د ولسی کانګرس ، د څو ګونديزی همکاری او سياسی مشورو او د ملی سيمه ايزی خپلواکی نظام عملی کيږی .
ولسی کانګرس د اړوندو اجنداوو او موضوعاتو د منلو په اړه د ټاکنی او رايی اخيستنی له لاری واک ترلاسه کوی او ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ولسی کانګرس لخوا د دغو اجنداوو او موضوعاتو له منلو دمخه پوره مشوره کوی چه دا د چين د سوسياليستی ديموکراسۍ د عملی کولو په بهير کی دوه مهمې بڼې ګڼل کيږی . د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ، ملی کانګرس او حکومت ترمنځ اړيکی په دی ډول دي : د دولت تګلارې د سياسی مشورتی کنفرانس لخوا د پوره مشورو او بحثونو پر بنسټ د ولسی کانګرس لخوا منل کيږی او بيا د حکومت لخوا پلی کيږی .
٤_ د ٢٠٠٦ ميلادی کال د مارچ په ٣ نيټه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمی ملی کميټې څلورمه غونډه په بيجينګ کی پرانستل شوه او لس ورځې به دوام ولری . .