د چين دبين المللی راډيو د خبريال دخبر له مخی ، د هند د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ٦ نيټه په يوه اعلاميه کی د دغه هيواد او پاکستان ترمنځ د هراړخيزو مرکو دريم پړاو د پيل نيټې اعلان کړې .
په اعلاميه کی ويل شوی چی د مارچ له ٢٨ نيټې څخه به هند او پاکستان د شپږو موضوعاتو په اړه د سکرترۍ په کچه سره يو لړ خبری اتری وکړی او په دی ترڅ کی به د مارچ له ٢٨ نه تر ٢٩ نيټې پوری دواړه خواوی په اسلام اباد کی د اقتصادی او سوداګريزو اړيکو په اړه سره وغږيږی .