د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان د قبايلی سيمو د امنيتی چارو مسؤل چارواکی د مارچ په شپږمه نېټه اعلان وکړ چه سر له نن نه به تر نامعلومې مودې پورې په شمالی وزيرستان کی د تګ را تګ بنديز ولګول شی. هغه وويل د تيرو دريو ورځو په پوځی عملياتو کی د پاکستان پوځ پنځه شپېته تنه وسله وال کسان وژلی او پنځه دولتی سرتيری پکی مړه شوی دی. د شمالی وزيرستان محلی چارواکی وويل وسله والو کسانو د مارچ په دوهمه نېټه د دې سيمی ځينی حکومتی ودانی ونيولی او حکومت د مجبوريت له مخی پوځی عمليات پيل کړل.
|