<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-07 19:29:12    
په بيجنګ کې د نهه ويشتمې دورې د المپيک د سپورتي لوبو په هکله د جاک روګ لويه هيله

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسي يو راپور واوري چې عنوان يې دی په بيجنګ کې د نهه ويتشمې دورې د المپيک د سپورتي لوبو په هکله د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې رئيس جاک روګ لويه هيله ٠

محترمو دوستانو د المپيک د شلمې دورې ژمني سپورتي لوبې د فبروري په شپږويشتمه نېټه د ايتاليا په تورين کې پاي ته ورسيدې ، د دغو لوبو د پاي ته رسيدو وروسته به د المپيک د نهه ويشتمې دورې دوبني سپورتي لوبې چې په ٢٠٠٨کال کې د چين په پلازمينه بيجنګ کې ترسره شي د ټولې نړۍ د پام وړ وګرځي د چين د بين امللي راډيو خبريال د تورين د المپيک د سپورتي لوبو د پاي ته رسيدو په وخت کې د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې د رېيس جاک روګ سره مرکه وکړه

کله چې جوان انتونيو سمارانچي د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې رئيس و هغه به د هرې دورې د المپيک د سپورتي لوبو د پاي ته رسيدو په مراسمو کې ويل چې دغې لوبې په تاريخ کې تر ټولو ډېرې ښې دي ، خو کله چې جاک روګ په ٢٠٠١ کال کې د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې د مشرتابه دنده په غاړه واخيستله ، هغه د سمارانچي خبره بدله کړه او په ٢٠٠٢ کال کې يې د ملګې جهيل په ښار کې د المپيک د ژمنيو سپورتي لوبود پاي ته رسيدو په مراسمو کې و ويل چې دغه لوبې لوړه سويه لرونکې لوبې دي ، ، په ٢٠٠٤ کال کې د اتن د المپيک د سپورتي لوبود ستاينې په ترڅ کې نوموړي وويل دغه لوبې يو د خواږه خوب په شان ترسره شوې ، او د تورين د المپيک ژمني سپورتي لوبې روښانه وبللې ٠

جوته ده چې د المپيک نړيوالې سپورتي کميټې او رئيس روګ يې د تورين د ژمنيو سپورتي لوبو څخه خپله ډېره خوښي څرګنده کړه ٠ ښاغلي روګ زمونږ د خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل ==== اواز ١ ==== مونږ ډېر خوشاله يو ځکه د بيلابيلو هېوادونو د المپيک سپورتي کميټې ،د مختلفو نړيوالو سپورتي پروګرامونو ټولنه او پر تيلويزيون د لوبود خپرونو سوداګران هم ډېر خوشاله دي ، همدا ټکی د ايتالوي ملګرولپاره ډېر ستر برياليتوب ګڼل کيږي ٠

د چين سپورتي ډلې د تورين د المپيک په ژمنيو سپورتي لوبو کې د سرو زرو دوه مډالونه ، څلور سپين او پنځه ژيړ مډالونه ترلاسه کړي او د سرو زرو د مډالونو د شمير له نظر د چين سپورتي ډلې د تورين د المپيک په ژمنيو سپورتي لوبو کې څوارلسم او د مډالونو دعمومي شمير له نظره يې نهم مقام نيولی دی ٠ که څه هم داموفقيت د اتن د المپيک په سپورتي لوبو کې د چين د سپورتي ډلې لخوا د ترلاسه شويو برياليتوبونو په نسبت کم دی ، خو ښاغلي روګ بيا هم د تورين د المپيک په سپورتي لوبو کې د چين د لوبغاړو د څرګندوالي ډېره ستاينه وکړه او ويې ويل ===اواز== ٢ زما په نظر ستاسي پرمختګ ډېر چټک دی ، ددې نه مخکې تاسو يوازي د په کنګل لوبو کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړل ، خو اوس تاسو پر واورو باندې د ښوئيدنې په لوبه کې هم برياليتوب ﻻسته راوړی دی ، د بيلګې په توګه چيني سپورتي لوبغاړي خان سياو پنګ د تورين د المپيک په سپورتي لوبو کې د ازاد سکي په هوايي ننداره کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ، دا يو ډېر ښه پيل دی ، زه باور لرم چې له نورو څو کلونو وروسته به د چين سپورتي لوبغاړي د المپيک په ژمنيو او دوبنيو سپورتي لوبو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي ، زه پر دې ټينګ باور لرم ، ځکه چې ستاسي پرمختيا ډېره چټکه ده ٠

په تورين کې ترسره شوي المپيکي سپورتي لوبې په برياليتوب سره پاي ته ورسيدې ، د دغه برياليتوب له امله د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې رئيس ښاغلي روګ په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو ته د پياوړې هيلې په سترګه ګوري ، د ده په أند د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو د جوړولو تشکيلاتي کميټه کولای شي چې د تورين د المپيک د سپورتي لوبو له برياليتوبونو څخه ډېر زياتې ښې تجربې ترلاسه کړي ، دوي بايد ورځنې زده کړه وکړي ، که څه هم بيجنګ د نهه ويشتمې دورې د المپيک د دوبنيو سپورتي لوبو د جوړولو لپاره زيات تدارکاتي کارونه ترسره کړي دي ، خو د بيجنګ په وړاندې بيا هم ﻻ زياتې ستونزې موجودې دي ، هغه وويل ===== اواز ٣ ====== ستاسو په وړاندې به لوي چلينج موجود وي ، د مثال په توګه تاسې بايد د امنيت د تامينولو ، د سپورتي ستديومونواو چمنازيمونو ترمنځ د ترافيک د ښه والي د ساتلو ، پر تليوزيون د خپرونې او د روغتيا يي خدمت په شمول په ټولو برخو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي ٠ که څه هم دا يو ډېر بيچلی او ستونزمن کار دی ، خو تاسې بايد زيات زيار وباسي ، ښاغلي روګ وويل هغه د بيجنګ د المپيک د سپورتي لوبو په هکله ډېره لويه هيله لري ، او ژمنه يې وکړه چې د المپيک نړيواله سپورتي کميټه به په ټولو برخو کې له بيجنګ سره مرسته وکړي .٠

په حقيقت کې د تورين د المپيک د ژمنيو سپورتي لوبو د پاي ته رسيدو په مهال ښاغلي روګ د المپيک د راتلونکو دريو دورو د سپورتي لوبو څخه نيکې هيلې

څرګندې کړې او ويې ويل چې د المپيک نړيواله سپورتي کميټه به په پوره توان سره د دغو سپورتي لوبو د تنظيمولو له کارونو څخه ملاتړوکړي ، ځکه چې د المپيک د سپورتي لوبو د ترسره کولو مقصدټولې نړۍ ته د سولې او ځوانانو په اړوند د المپيک د نظريو خپريدل او په سپورتي لوبو کې د نړۍ د مختلفو ځايونود خلک شاملول دی ٠ همدا د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې درنه دنده ده ٠