بېجنګ د مارچ اوومه، سين هوا، د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو شينګ د سه شنبې په ورځ څرګنده كړه چې چين له پاكستان سره د ملګرتيا اړيكو دوام ته چمتو دى او په جدي ډول به د پاكستان له خوا د مرستو پر وړانديزونو غور وكړي. ښاغلي لي وويل چين او پاكستان د دوديزې ژورې ملګرتيا څخه برخمن دي. نوموړي دې ته اشاره وكړه چې چين له خپلې وسې سره سم له پاكستان سره مرسته كوي. ښاغلي لي دغه خبرې په هغه خبري غونډه كې وكړې چې د چيني ولس د استازيود ملي جرگې د اوسنى روانې كلنۍ غونډې په څنډو كې جوړه شوې وه.
|