<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-07 19:41:40    
*يوراګوی د نړيوال کپ د فوټبال د لوبو د لومړی کوربه هيواد په توګه وټاکل شو

cri

د هالند په امستردام کی د اولمپيک د نهمی دورې په سپورتی لوبو کی د يوراګوی سپورنی ډله د فوټبال اتلولی وګټله ، خو له دې امله چې د اړوندو مقرراتو له مخی مسلکی لوبغاړی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی برخه نشوی اخيستی ، دغير مسلکی لوبغاړو برخې اخيستنې نشوای کولې چی د يو هيواد ملی کچه څرګنده کړی ، نو ټولو اړوندو شخصيتونو د فوټبال د يوی نوی نړيوالی لوبی غوښتنه وکړه او د اولمپيک د نهمی دورې سپورتی لوبو له پای ته رسيدو وروسته د فوټبال نړيوالی ټولنی پريکړه وکړه چی په هرو څلورو کلونو کی د فوټبال يوه نړيواله لوبه ترسره شی . د ١٩٢٩ کال د مارچ په اتلسمه نيټه د هسپانيی د بارسلونا په غونډه کی د رايو ورکولو له لاری يوراګوی د ١٩٣٠کال د نړيوال کپ د فوټبال د لوبو د کوربه هيواد په توګه وټاکل شو .

*په لوسنجلس کی د اولمپيک لسمی سپورتی لوبی

په لوسنجلس کی د اولمپيک لسمی سپورتی لوبی د١٩٣٢ کال د جولای له ٣٠ نه د اګيسټ تر ١٤ نيټی پوری د امريکی په لوسنجلس ښار کی ترسره شوې او د ٣٧ هيوادونو او سيمو ١٣٣٢ تنو لوبغاړو د ١٤ لويو پروګرامونو په ١١٧ لوبو کی سره سيالی وکړې . د دغی دورې په لوبو کی د عام فوټبال پر ځای د امريکی ځانګړی ډول فوټبال مسابقه راوړل شوه . دغو سپورتی لوبو له پرانستلو نه تر

پای ته رسيدو پوری يوازی ١٦ ورځی وخت ونيو چی د مسابقو دغه بهير معقول او مناسب دی ، نو په دی توګه وټاکل شوه چه له دغه سپورتی لوبو وروسته د اولمپيک د سپورتی لوبو موده له ١٦ ورځو څخه وانه وړی .

* د ليری واټن لپاره د اولمپيک سپورتی لوبی

د تيری پيړۍ په دريمه لسيزه کی الوتکه له عمده ترانسپورټی وسايلو څخه نه شميرل کيده ، نو په هغه وخت کی اروپايی لوبغاړی يوازی په بيړيو کی له اټلانټيک سمندر څخه په تيريدو شمالی امريکی ته رسيدای شوی . د اسيا او ارام سمندر سيمی لوبغاړی په سمندرونو کی د څو اونيو لپاره وځنډيدل . حتی د امريکی په اصلی خاوره کی د اورګاډۍ له لاری له ختيځ سمندرغاړی نه لوسنجلس ته رسيدنی هم څلورو او پنځو ورځو ته اړتيا درلوده . نو له اوږده سفر څخه د ستړيا او زياتو لګښتونو له امله دډيرو اروپايی هيوادونو لوبغاړی دی ته اړشول چه د لوسنجلس د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون فرصت له لاسه ورکړی .

د اولمپيک د سپورتی لوبو کلی

که څه هم د اولمپيک د اتمی دوری د سپورتی لوبو په وخت کی د اولمپيک د لوبو کلی ياد شوی ، خو په هغه وخت کی د پاريس د تنظيموونکی کميټې لخوا برابرشوی کورونه ډير ساده وو . د لوسانجلس د اولمپيک د سپورتی لوبو په کلی کی نه يوازی د لوبغاړو لپاره د ٥٥٠ کوچنيو ګوټو په شمول هستوګنځی جوړ شوی ، بلکی په هره وړه کوټه کی پر يو تشناب سربيره ، او نور ضروری

شيان هم وو . له دی برکته د اولمپيک نړيوالی کميټې پريکړه وکړه چی د اولمپيک دسپورتی لوبو کوربه هيواد بايدهمدغسی يو کلی جوړ کړی .

د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو د نښی اصلی تصوير د امريکی ملی بيرغ و او د دغی نښی په مرکز کی د اولمپيک د لوبو په استازيتوب د پنځو دايرو نښه ليدل کيږی .