<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-07 20:21:22    
د چين د جنسي مساوات او د ښځو د پرمختيا د راپور په نامه لومړني زرغون کتاب

cri

د چين د جنسي مساوات او د ښځو د پرمختيا د راپور په نامه لومړني زرغون کتاب د مارچ په لومړي نيټه په چين کې خپور شو ٠ په دي زرغون کتاب کې دي ته اشاره شوې چه د وروستيو لسو کالو راهيسي چين د ښځو د روغتيا او پوهنې د پرمختيا او په اقتصادي او سياسي فعاليتونو کې د ښځو د برخې اخيستې په برخو کې مثبته او فعال پرمختګونه تر لاسه کړي دي ٠ د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د رئيس مرستيالې او د چين د ښځو د ملي اتحاديي رئيسې ميرمن ګو سيو ليان وويل چه په راتلونکي کې به په چين کې د دولت د اساسي پاليسۍ په توګه د نارينه و او ښځو مساوات د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په بهير کې نور ه پياوړي شي او د جنسي مساوات او د ښځو چارو د پرمخبيولو او بشپړولو له پاره هڅه وکړي ٠

په نوموړي زرغون کتاب کې چه د چين د ښځو د ملي ټولنې له خوا خپور شوي ، په هره اړخيزه توګه په تيرو لسو کالو کې د چين د ښځو په چارو کې د پرمختيا په باب حالت ويل شوي دي ٠ د چين د ښځو د ملي ټولنې رئيسې ميرمن ګو سيو ليان وويل چه له لسو کالو راهيسي په چين کې د جنسي برابريو او د ښځو د پرمختيا په هکله د ليدو وړ ښه والي رامنځته شوي چه په دي بهير کې د هغو ښځو شمير چه روزنه او پوهنه مني ، ډيره اوچته شوي او د ښځو د روغتيا او د ژوند د کيفيت په برخو کې هم د ليدو وړ ښه والي منځته راغلي دي ٠ همداشان په کورنيو کې د ښځو مقام هم لوړ شوي ، د کار او استخدام په هکله د ښځو حقوق تامين شوي او په دولتي او ټولنيزو چارو کې د ښځو برخه اخيستنه زياته شوې ده ٠

د اړوندې احصايي له مخې د ١٩٩٥ کال راهيسي په چين کې د اوميدوارو ښځو د مړه کيدو کچه په هر يو لکو تنو کې له دوه شپيتو تنو نه اته څلويښتو ته ټيټ شوي دي ٠ همداشان د هيواد په اقتصادي برخه کې د چين د ښځو حقوق او مقام هم زيات او اوچت شوي دي ٠ مثلا د چين په شمالي خوا د داخلي مغلستان په خودمختاره سيمه کې د پخواني دود له مخې د مغل قوم دوګړو په نظر دا چه ښځې له کور څخه وتلي او په بهر کې کار کول يي ، وياړ نه وه ٠ خو اوس دغه ډول مفکوره تر زياتې اندازې پوري بدله شوې ده ٠ د مثال په توګه په دي سيمه کې ميرمن الاتا چموګه چه د يوه مالدار ښځه ده ، د هغه کريدت په واسطه چه د حکومت له خوا ښځو ته برابر شوي ، څه د پاسه لس کوچيني پسونه واخيستل او په خپله له شيدو څخه بيلا بيل خواړه برابروي او په بازار کې يي خرڅوي ٠ هغې وويل چه اوس لوي بدلون دا دي چه پخوا د مالدارانو ښځې عمومأ په کورونو کې د خاوند او ماشومانو له پاره په کار بوختې وي ، ښځې به د خاوند په ملاتړ ژوند کاوه ٠ خو اوس مونږ هم په خپلو دوو لاسونو پيسې تر لاسه کولي شو ، نو زمونږ مقام بدل شوي دي ٠

اوس په چين کې د الاتا چيموګ په شان ښځې چه په بهر کې په کار او بار بوخت دي ، ډيرې زيات دي ٠ نه يوازي په اقتصإدي چارو کې بلکه د پوهنې ، ساينس او تکنالوژۍ، سياست ، سپورت ، کلتور ، روغتيا او په داسي نورو بيلا بيلو برخو کې هم ډيرې ښځې ليدل کيږي ٠ رئيسې ميرمن ګو سيو ليان وويل چه البتأ اوس په چين کې د ښځو د پرمختيا په هکله ځينې ستونزې لا هم موجود دي ٠ د اقتصاد او ټولنې د پرمختيا د سوېې او د نورو عواملو تر اغيزې لاندې د چين په ځينو نسبتأ وروسته پاتي ځايونو کې د نارينه و او ښځو ترمنځ د نا برابرې او نا مساوات حالت لا هم ليدل کيږي ٠ دغه راز د ښځو د تبعض او د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول لا هم موجود دي ٠ ريئسې ميرمن ګو سيو ليان وويل چه په راتلونکي کې به چين نوره هڅه وکړي چه د هيوا د د اساسي پاليسۍ په توګه د نارينه و او ښځو د برابرۍ رامنځته کول پياوړي کړي او د ښځو چارو ته لا پرمختيا ورکړي ٠ هغې وويل چه مونږ به د جنسي برابري او د ښځو چارو پرمختيا د هيواد او سيمو د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا په عمومي پلان کې شامله کړي تر څو نارينه او ښځې په مساوې توګه د پرمختيا له نعمت څخه برخمن شي ٠