<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-08 19:08:26    
د چين په شينجانګ کې مشهوره مياستنې ورېندار

cri

په چين کې دا عادت شته چه اوميدواره يا حامله ښځې د ماشوم د زيږولو نه وروسته بايد د يوې مياشتې له پاره ښه تفريح وکړي ترڅو بيرته خپله روغتيا تر لاسه کړي ، نو له امله به په دي بهير کې د حامله ښځو د روغتيا د ساتنې له پاره ماشوم د کورني غړو تر زياتې پاملرنې او ساتنې لاندې وي ٠ د چين د اقتصاد په پرمختيا او د چينايانو د ژوندانه د سوېې په اوچتيدو سره اوس د چين په ډيرو ځايونو خصوصأ په ډيرو لويو ښارونو کې د حمله ښځو د روغتيا بيرته تر لاسه کولو په مياشت کې د ماشوم د ساتنې کارونه يو ډول تخصص ګرزيدلي دي او په دغو کارونو کې ښځو مستخدمينو ته مياشتنې ورېندار ته وايي ٠

د چين د شينجانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې په مرکز وروموچي کې يوه مشوره مياشتنې ورېندار چه جان چنګ نوميږي ، لږه موده د مخه يي د حامله ښځو او ماشوم د ساتلو په برخه کې د سرو زرو جايزه وګټله ٠ دغه جايزه هر کال يو وار ورکول کيږي او د چين د مياشتنې د پارستارې ورېندار د ټولنې او د چين د زيږيدنې د روغتيااو د پارستارۍ د ټولنې له خوا ټاکل شوې ده ٠ ميرمن جيان چن تير کال د اکتوبر په مياشت کې د شينجيانګ د سيمې د مياشتنې ورېندار او د او ميدواره او حامله ښځو او ماشومانو په ساتنه کې د وتلي استازې په توګه د چين د شانګهاي په ښار کې د مياشتنې ورېندار د سرو زرو جايزې د مستخدمينو د انتخابولو په بهير کې برخه اخيستې او د سره زر جايزه يي تر لاسه کړې ده ٠

ميرمن جيان چن د ډيرو حامله د پرستارۍ کارونه د هغو په کورونو کې کړې دي ٠ ٠ په دي وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال د يوې حامله ميرمن په کور کې له ميرمن جيان چن سره مرکه وکړه ٠ په دي کور کې خبريال وليدل چه ميرمن جيان چن ماشوم په خپل غيږ کې نيولي او په نرم اواز يي ماشوم أراموي ٠ ميرمن جيان چن خبريال ته وويل چه که څه هم ماشوم تازه زيږدلي ، خو هغه د پاستارانو يا ساتونکو د زړه له خلاصه مينه احساسولي شي ٠ که ماشوم تاسي خوښوي ، نو که يوازي ستاسي أواز يي واوريد ، هغه به خپل سر تا ته واړوي ٠ ميرمن جيان چن دحامله ښځو د پارستاري په وخت کې نژدي هر ه ورځ څلرويشت ساعته کارونو ته چمتو ده او هره ورځ په ډيره سړه سينه په خپلو کارونو کې لګيا ده ٠ تر اوسه پوري هغې دوه کاله دغسي پارستاري کړي او د هغې له کارونو څخه د ډيرو حامله ښځو زياته ستاينه حاصله کړې ده ٠ اوس ميرمن جيان چن د شينجانګ په سيمه کې د اوميدوارو او حامله ښځو اود ماشوم د ساتنې په برخه کې ډيره مشهوره شوې ده ٠ ډيرې هغه کورني چه حامله ښځې او ماشوم پکې شته ، ټول غواړي چه ميرمن جيان استخدام کړي او د دوي په کور کې پارستاري وکړي ٠ ميرمن جيان خبريال ته وويل که څه هم چه په ځينو کورنيو کې زه کله کله د بيلا بيلو علتونو له امله خفه شم ، خو هرکله چه ما د ماشوم معصومه او صافه خندا ووينم ، ټول خفګان مي له منځه ځي ٠ ځکه ماشوم بي ګڼاه دي او زما مينې ته اړتيا لري ٠ حامله ښځې لي هوا ميرمن جيان ته وويل چه زه ډيره پښيمانه شوم ، پخوا ما تل وغوښتل چه پيسي لږې ولګوم او تاسي بايد ډير کارونه وکړي ٠ اوس زه په دي ښه ښوه شوم چه تاسي ما او زما ماشوم ته زياته پاملرنه او مينه راکړې او ور سره مو ډير کړاونه زغملي دي ٠ هغې وويل چه د ميرمن جيان چن د پارستاري کارونه ډير ښه دي ٠ هغه له ما سره ډيره پاملرنه کوي ٠ زه تازه مور شوې او د ماشوم د ساتنې په هکله هيڅ تجربه نه لرم ٠ په دي هکله ميرمن جيان چن د ماشوم د پارستاري کولو په برخه کې نه يوازي ډير ښې تجربې لري ، بلکه ډير اړوند علمي معلومات هم لري ٠ د هغې تر مرستو وروسته د ماشوم د ساتنې په هکله ما ډيرې تجربې تر لاسه کړي دي ٠

اوس د چين د شينجانګ په سيمه کې د حمله ښځو او د ماشوم د پارستاري چارو ډيره چټکه پرمختيا موندلې ده ٠ په ١٩٩٩ کال کې په دي سيمه کې د حامله ښځو او ماشومانو د ساتنې له پاره يوازي يو شرکت موجود و ، خو اوس دغسي شرکتونو شمير څه د پاسه څلويښت ته رسيدلي او دغه چارې په ټولنه کې منل شوي دي ٠