<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-08 19:17:17    
د چين حکومت د خلکو د درملي لګښتونو د کمولو لپاره هڅه کوي

cri

اوس په چين کې د درملي لګښت زيات لوړوالی د خلکو د انديښنې وړ ګرزيدلی دی . د روغتيا وزارت د يوې پلټنې له مخې په سلو کې له اتياو څخه زيات خلک په دی نظر دی چه اوس د کورنۍ له عمومي لګښت څخه د درملي لګښت انډول د لسو کلونو د پخوا په پرتله زيات شويدي . دلته پوښتنه دا ده چه په چين کې د درملي لګښت د زياتوالي لامل څه دی .؟ حکومت د دې مسئلې د حل لپاره کوم تدبيرونه غوره کړي او کوم برياليتوبونه يي تر لاسه کړيدي ؟

يو ناروغ چه د مرغيړي په سرطان اخته شوی او په روغتون کې يي د دوو مياشتو بستری له امله پنځه مليونه يووانه مصرف کړيدي . دغه پيسې د پنځو لکو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، خو له بده مرغه بيا هم له دنيا څخه لاړ ، کله چه دغه خبر په مطبوعاتي رسنيو کې خپور شو ، د چين په ټولنه کې يو سخت غبرګون څرګند شو . د عامو خلکو په اند څو مليونه يووانه د يوې معمولې کورنۍ له خوا نشی ادا کيدای ځکه چه اوس په چين کې د هر تن پر سر کلنی عايد يوازي د لسو او شلو زرو يووانو په شاوخوا کې دی . نو عام خلک د درملي لګښت د زياتوالي په نسبت انديښمن دي . د بيجينګ يوې تقاعدې شوې ښځې وويل چه زما عايد زيات ندی او پس انداز می هم کم دی ، دغه راز اوس می صحت هم دومره ښه ندی ، نو په دي انديښنه کې يم که په سختې ناروغۍ اخته شم ، دومره لوړ طبي لګښت به څنګه ادا کړی شم .

پوښتنه دا ده چه په دولتي روغتونونو کې درملي لګښت ولی دومره جګ دی ؟ يو مهم علت يي دا دی چه روغتون په زياتو ګټو پسې ګرزي او ډاکتر د ناروغ لپاره ډول ډول پلټنې کوي او هغه درملونه ورکوي چه بيې يي لوړې وی او په نتيجه کې د

روغتون ګټې او د ډاکترانو عايدات لوړيږي . برسيره پردې په دولتي روغتونونو کې د چين د حکومت لخوا اچول شوي پانګې کمې دي ، نو روغتونونه په بيړنی توګه د زياتو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره له هر راز لارو چارو څخه کار اخلي .

د درملي لګښت د کمولو لپاره د چين په بيلا بيلو ځايونو کې هغه روغتونونه ټاکل شويدي چه د درملونو بيې يي ټيټې دي ځکه چه له طبي لګښت څخه زياتره برخه د درملونو اخيستلو لپاره لګيږي . د بيجينګ د شانګدي روغتون مشرې وانګ لين وويل مونږ ناروغانو ته هغه درملونه ورکوو چه بيې يي له ورته درملونو څخه ټيټې دي چه د ناروغانو لګښت تر ډيره کم شي .

د چين په ځينو ولايتونو کې روغتونونه په داسي ازموينو لاس پوري کوي چه د يوې ناروغۍ درملي لګښت يعني له پلټنې او تشخيص څخه تر درمل پوري ټول لګښت وټاکل شي . د مثال په توګه د ستوني تانسل له منځه وړلو لګښت د اته ويشتو زرو يووانو په شاوخوا کې ټاکل شويدی . د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د جي نين روغتون داسي لومړي روغتون دی ، نو ډير زيات ناروغان راجلبوي . د ليو نومی يو بزګر زوي له زيږيدنې څخه د زړه په ناروغۍ اخته شوی ، د لوړ درملي لګښت له امله يي د جراحې عمليات لا تر اوسه ندی تر سره شوی . کله چه يي د جي نين په روغتون کې د جراحۍ لګښت د نورو روغتونونو په پرتله په سلو کي د څلويښت کموالي خبر واوريد ، نو زوي يي د جراحې لپاره نوموړي روغتون ته وروليږه . هغه خبريال ته وويل اوريدلی می دی چه زما د زوي د جراحی عملياتو لګښت يوازي لس زره يووانه دی ، هيله لرم چه زوي می د عملياتو نه وروسته ژر جوړ شي .

دغه راز د چين روغتيايي څانګو نور بيلا بيل تدبيرونه هم غوره کړيدي مثلا د

درملي لګښت د کمولو لپاره په يو روغتون کې ترسره شوي پلټنې په نورو روغتونونو کې هم پيژندل کيږي . پخوا په يو روغتون کې د درملي پلټنې په بل روغتون کي نه پيژندل کيدې، خو اوس يوه درملي پلټنه په ټولو روغتونونو کې منل کيږي . ددې تدبير د يادونې په اړه د چين د روغتيا وزير ګاو چيانګ وويل چه مونږ په ښارونو کې د روغتيايي نظام د بشپړتيا په هکله زيات کوشش کړي او يو ابتدايي پلان مو طرح کړيدی چه د پلي کولو په بهير کي به نور بشپړ شي . همداشان د بيلا بيلو ځايونو روغتونونه هم د خلکو د درملي لګښت د کمولو لپاره ډول ډول هلي ځلي کوي .