<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-08 19:32:17    
يوه نجلۍ غواړی له خپلو دريو ژغورونکو څخه مننه وکړي

cri

شپاړلس کاله مخکې د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ په ولايت کې يوه شپږ کلنه نجلۍ د بي پروايي له امله په يو سيند کې ولويده . په دغه سخت وخت کې نجلۍ د ښوونکو د روزنی پوهنځی د کمپيوتر څانګې د دريو زده کوونکو لخوا له اوبو څخه وژغورله شوه . اوس دغه نجلۍ ٢٢ کلنه ده او غواړی چې له دوي څخه د دوی د مېړني کار په اړه مننه وکړي . که څه هم شياړلس کلونه تير شوی دی ، خو نجلۍ خپل ژغورونکی نه دی هېر کړی .

دغه نجلۍ سو می نوميږي ، مور يي د بيجينګ ماښامی ورځپاڼی خبريال ته د شپاړسو کلونو د مخه دغی پيښې يادونه وکړه او و يي ويل چه د ١٩٩٠ کال د مارچ په مياشت کې يوه ورځ زما شپږ کلنې لور سو می له څو کوچنيو ملګرو سره يوځاي کور ته نژدې د يوه سيند پر غاړه لوبې کولې او د بي پروايي له امله يوه پلاستيکي کڅوړه په سيند کې ولويده ، لور مې د کڅوړې اخيستلو په مهال وښوييده او په سيند کې ولويده . دغه سيند دوه متره ژور دی او د سترګو په رپ کې مې لور په اوبو کې ډوبه شوه . ملګرو يې د ويرې او وارخطا يې له امله په چيغو ژړل.. په همدې وخت کې د سيند له بند څخه څو تنو د سيند غاړې ته په منډو ځانو نه ورسول چه له دوي څخه يو ځوان په داسي حال کې چه کالي يي وو ايستلې ، له زړه ناړه والی او شک پر ته د سيند سړو اوبو ته ځان ورواچاوه او ورپسې يي د دوو ملګرو په همکارۍ زما لور د سيند غاړی ته کش کړه د دغه مېړنی کار له امله مي لور له مرګ

څخه وژغورل شوه . څرنګه چه هغه وخت د مارچ مياشت او هوا لا هم ډيره سړه وه . د درو ځوانانو کالي بالکل لانده شول او د يخنۍ له امله لړزېدل ، خو له دې سره يې زما لور کور ته بوتله . د سو می مور خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه ما او زما لور غوښتل له دغو دريو ځوانانو څخه ډيره مننه وکړو او و مو غوښتل مو چې له دوې څخه د مننې لپاه څه پيسی ورکړو ، خو دوي دا خبره و نه منله ، د تاسف وړ خبره دا ده چه پوښتنه مو ونه کړه چه يوازي دومره پوه شوو چه دوي د ليا نين د ښوونکو روزنې د پوهنځی زده کوونکي دي . نجلۍ سو مې خبريال ته وويل چه د وير او د عمر د کوچنيتوب له امله په سيند کې د لويدو پېښه زما له ياده وتلې ده ، خو له دې پيښې وروسته دغه درې زده کوونکي به کله نا کله زما کور ته راتلل او له ما سره به يي لوبې کولی ، د زده کړې لپاره يي زما سره مرسته کوله او د زده کړې لوازم يي راکول . د همدې کال د دوبي په موسم کې له پوهنځي څخه له فراغت نه مخکي زمونږ سره د خداي پامانې لپاره يو وار بيا زما کور ته راغلل او يوازي زمونږ د کور پتې له ليکلو او د يو ګډ عکس له اخيستلو وروسته زمونږ له کوره لاړل ، له دي نه وروسته مونږ نه دی سره ليدلي . دوه کال مخلې د پروژې طرح کولو په يوه کمپنۍ کې شامله شوم او له دې امله مې کور هم ودان شويدی ، نو غواړم چه ددوي سره وکړم او د خپل د کار او ژوند په اړه ښه زيری ورکړم او هم يو وار بيا ترې پخپله مننه وکړم . خو د تاسف وړ خبره دا ده چه لا تراوسه مې دغه درې تنه ژغورونکي ندي موندلي ، غواړم چه د ورځپاڼې له لارې د زړه له کومې هيله څرګنده کړم او له لوستونکو څخه د مرستې غوښتنه وکړم چه زما د ژغورونکو په لټون کې را سره مرسته وکړی چې يو وار بيا سره راغونډ شو .