<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-09 16:26:02    
ولې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې د خړپړتياپر لورې روانې دي

cri
د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د پاګستان ولسمشر پرويز مشرف د مارچ په اتمه نېټه د امريکې د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال جان ابيزايد سره چې د سفر لپاره پاکستان ته تللی وکتل او د کتنې په ترڅ کې ښاغلي مشرف  له يوې خوا ژمنه وکړه چې هغه به د ترهګری فعاليتونو په ضد ټينګه مبارزه وکړي او له بلې خوا يې پر افغان حکومت باندې نېولې کړې چې د طالبانو په اړه اطلاعات يې خبري رسنيو ته څرګندکړی دی ، د څيړونکو په أند د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په برخه کې د متقابلو نيوکو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې د خړپړتيا پر لوري روانې دي  ٠ پاکستان ته د امريکې د ولسمشر جورج بوش سفر د پاي ته رسيدو يوه ورځ  وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خبري رسنيو ته وويل د فبروري په مياشت کې پاکستان ته د سفر په ورځو کې هغه د پاکستان حکومت ته په هغه هېوادکې د طالپانو د ځينو مشرانو د پټو ځايونو او د دوې ترمنځ د تلفوني ارتباطو په اړوند يو ليست وړاندې کړی و، او د پاکستان پر حکومت باندې يې تور ولګاوه  چې د دواړو هېوادونوترمنځ  په پولو کې يې د ترهګرو فعاليتونو په ضد په پوره توان  مبارزه نه کوي ، د ،دغه خبرخپريدو پاکستان سمدلاسه خپل عبرګون څرګندکړ ، پاکستان وويل د افغانستان داطلاعاتو لويه برخه زړه او پخوانې وه ، خو افغانستان پر دې ټينګاروکړ چې دغه اطلاعات ريښتيني دي ، په دې وروستيو ورځو کې دواړو هېوادونو د دې پيښې په اړه  پر بل نيوکې کړې چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې خپل پوره توان نه کاروي ٠ پاکستان په دې وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه پياوړې کړې او د ليدو وړ برياليتوبونه يې هم ترلاسه کړي دي ، په ځانګړي توګه د پاکستان حکومتي پوځونو په وروستنيو وختونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ  په پولو کې د شمالي وزيرستان په سيمه کې په پوځي عملياتو ﻻس پوري کړی او په دې ترڅ کې يې څه دپاسه سل تنه طالب پلويان وژلي دي ، نو دا طبيعي ده چې پاکستان د افغانستان نيوکو ته قوي غبرګون څرګندکړی دی ٠ د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل افغانستان بايد داکار هير نه کړي چې که چيري پاکستان د پولو په اوږدو کې خپل زيات ځواکونه نه وای ميشته کړای او د ترهګرو فعاليتونو مخنيوي نه وای کړای ، نو په ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان د پارلمان ټولټاکنه په سالمه توګه نه وای ترسره شوای ، ، دغه راز پاکستان نژدې څلور مليونه افغاني مهاجرين هم منلي دي ، په دې اړه د افغانستان د ولسمشر وياند کريم راهمي د مشرف خبره ومنله ، خو هغه وويل پاکستان په ٢٠٠٤ کال کې د ترهګرۍ په ضد په ارزښتناکو عملياتو لاس پوري کړی و نو اوس هغه هم بايد د ترهګرو فعاليتونو په ضد د مبارزې لپاره مشابه ارزښتناک تدبيرونه ونيسي ٠ د څيړونکو په نظر د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ځکه په دې مهال خبري رسنيو ته اطلاعات څرګندکړي مقصد يې دا دی چې پاکستان ته د امريکې د ولسمشر جورج بوش د سفر په موقع کې پاکستان دې ته ويښوي چې بايد د ترهګرۍ په ضد مبارزه پياوړې کړي ٠ ښاغلي حامد کرزي خبري رسنيو ته ويلي وو چې افغانستان هيله من دی چې د پاکستان د قبايلو له سيمو څخه د افغانستان خاورې ته د طالبانو او د القاعدې د غړو د دوامدارې ننوتنې د مخنيوي لپاره ﻻزيات باثمره تدبيرونه ونيسي ، خو د پاکستان په أند دغه کار چې افغانستان اطلاعات نړيوالو ته څرګندکړی د پاکستان د بدنامولو لپاره د افغانستان د ملي دفاع په وزارت او امنيتي اداره کې د لږ شمير کسانو دسيسه ده ٠ سربيره پر دې د پاکستان ځينو خبري رسنيو وويل د افغانستان ولسمشر حامد کرزي اسلام اباد ته د امريکې د ولسمشر جورج بوش د سفر د پاي ته رسيد و په دوهمه ورځ نوموړي مطلب څرګندکړ ، د امريکې ﻻمل بايد په نظر کې ونيول شي ٠امريکا هيله لري چې د افغانستان څخه په کاراخيستنې سره پر پاکستان باندې فشار واچوي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د پاکستان حکومت اراده ټينګه کړي ، د امريکې د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ابيزايد د مارچ په اتمه نېټه د پرويز مشرف سره د کتنې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د امريکې سره ګډ عمليات ترسره کړي ٠