<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-09 19:11:02    
د کوين مينګ په ښار کې محلي او ځانګړي خوندور خوراکونه

cri

محترمو دوستانو اوس به تاسو ته د چين د يون نان ولايت د کوين مينګ په ښار کې محلي او ځانګړي خوراکونه دروپيژنو٠

د يون نان ولايت مرکز کوين مين ښار چې د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی د پخوا راهيسي د يوه پسرلي ښار په نامه ياديږي ، کله چې د چين په شمال کې واوره اوريږي ، د کوين مينګ په ښار کې د هوا تودوخه ﻻهم د پسرلي په شان ښکاري ، اوسنی وخت د کوين مينګ ښار ته د سفر ښه وخت دی ، نو راځۍ مونږ يوځای دغه ښار ته لاړشو او د دې ښار له محلي او ځانګړو خوراکونو څخه خوند واخلو٠

د څوي خو په نامه جهيل چې د کوين مينګ په ښاري سيمه کې پروت دی د هرکال د دسمبر څخه د بل کال تر مارچ پورې زيات مرغان د ژمي د تيريولو لپاره د چين له شمال څخه دغه ځای ته راالوځي ، په دې موده کې د کوين مينګ خلک د مرغانو د سيل دپاره دغه جهيل ته ځي ، کله چې د ډوډۍ د خوړلو وخت رارسيږي نو زيات خلک هميشه د کوين مينګ ښار د محلي او ځانګړو خوندورو خوراکونو د خوړلو دپاره رستورانونو ته ځي٠

د ډول ډول خوندورو خوراکونو خوړل د کوين مينک ښار دخلکو د ژوندانه يوه ډيره مهمه برخه تشکيلوي ، د يون نان ولايت په چين کې د هغو سيمو څخه دی چې پکې د حيوانانواو نباتاتوشتمنې سرچينې شته دي ، د کوين مينک په ښار کې د خوراکونو ډولونه ډېر زيات دي او خوند يې هم ډير ښه دي چې د خوړلو نه وروسته د چا نه هېريږي ٠

په چين کې مشهور خوراکونه د سيمو د محلي خوندونو له مخې په اتولويو ډولو ويشل کيږي ، که څه هم د يون نان خوراکونه په دغو اتو ډولو کې شامل نه دي خو د يون نان په ولايت کې هرډول خوراکونه خوړل کيږي ٠ د کوين مينګ اوسيدونکي ښاغلي وانګ يو لين د يون نان ولايت خوراکونه پخپله د چين په اتو لويو ډولو کې شامل نه دي ، خو د يون نان په خوراکونو کې د چين د اتو لويو ډولو خوراکونو خاصيت موجود دي ، نو په دې اثر د چين له بيلابيلو ځايونو څخه راغلي خلک کولای شي چې د خپلې سيمې محلي او ځانګړي خوراکونه وخوري ، ښاغلي وانګ زياته کړه چې د کوين مينګ ښار په مرکز کې د نان پينګ په نامه يو واټ شته چې اوږدوالی يې نژدې اوو سوو مترو ته رسيږي ، ددې واټ په دواړو اړخونو کې دکانونه څنګ په څنګ پراته دي ، د دغه واټ په څنګ کې يوه درې پوړيره وداني ولاړه ده چې پکې د خوراکونو دکانونه راټول شوي دي ، د دغې وداني شکل لکه د چين د پخواني قلا په شان دی او د قلا په څلورو خواوو کې په جلا جلا توګه يوه دروازه شته يوه دروازه د بازار پر خوا خلاصه ده ، نو ځکه زيات خلک په بازار کې د سوداګري نه وروسته دې قلا ته راځي او ډوډۍ خوري ٠

د يون نان په ولايت کې د مشهورو خوراکونو څخه د ګوچياو مي سيان په نامه خوراک په ټول چين کې شهرت موندلی دی ،ګو چياو په چيني ژبه کې له پل څخه د تيريدو معنا لري او مي سيان د أش په شان د وريجو څخه جوړشوي دي ، دا ډول خوراک تر اوسه پورې د څه دپاسه سلو کلونو تاريخ لري او سرچينه يې د يون نان ولايت د مون ځي په ولسوالۍ کې ده ، د دغه خوراک په اړه يوه کيسه ده چې وايي پخوا د مون ځي د ولسوالۍ په بهر کې يو جهيل و او د جهيل په مرکز کې يوه وړوکې

ټاپوموجوده وه ، زياتو زلميانو به په دې ټاپو کې درسونه لوستل، د يوه زلمي ښځې هره ورځ د خپل ميړه د پاره د چرګ څخه خوندوره ښوروا جوړوله او په ګرمه ښوروا کې يې مي سيان او نورې مصالې هم اچولې چې ټول تيارشول نوخپل ميړه ته به سپارل ، ټاپو ته د تګ په لاره کې به دغه ښځه د يوه پله څخه تيريده نوله دې امله خلک دغه خوراک ګوچياو مي سيان وايي٠

څرنګه چې ګوچياو مي سيان اوږد تاريخ او ډير ښه خوند لري ، نو ځکه په اوسنيو وختونو کې زيات خلک د ګوچياو مي سيان خوراک د ډوډۍ د يوډول لازمي خوراک په توګه خوري ،

ګوچياو مي سيان نه يوازې خورا ښه خوند بلکې ډير زيات مقويت هم لري ٠ دغه خوراک د چيني او بهرنيو سيلانيانو لخوا ستايل شوی دی ، د امريکې زلمي دويد کمپبيل زمونږ خبريال ته وويل زه د دې خوراک نوم نه پيژنم ، هغه د أش په شان شکل لري او ډير ښه خوندور دی ، ما په دوو ورځو کې درې ځله دغه خوراک خوړلی دی ٠

ګرانو دوستانو د کوين مينګ په ښار کې د ګوچياو مي سيان څخه پرته نور ښه خوندور خوراکونه هم زيات دي ، د وخت د محدوديت له امله په نننې پروګرام کې مونږ نشو کولای چې نور مشهور خوراکونه تاسو ته دروپيژنو ، که فرصت پيدا شي تاسې هم کوين مينګ ته راشي او د دغه ښار د مشهورو ځانګړو خوراکونوڅخه خوند واخلي ، شپه مو په خير ٠