<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-10 17:33:12    
د ولسی دودونو کار پوه پروفيسر تاو لی فان

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! کله چې د چين عنعنوی جشنونه رارسيږی، پروفيسر تاو لی فان ډير بوخت وی ځکه چه هغه د ولسي دودونو د يوه مشهور کارپوه په توګه له زيات شمير خبريالانو سره مرکې کوي . د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د پروفيسر تاو لی فان په هکله څه معلومات واورئ.
ولسی دودونه د يوه ملت د کلتور څرګندوی دی . د چين د اقتصادی پرمختګ له چټکتيا سره زيات خلک ولسی کلتور ته پاملرنه کوی. له دې امله پروفيسر تاو ډير خوشحاله دی. هغه په ١٩٣٨ کال کې د ګان سو ولايت په لان جو ښار کې زېږېدلی او د بېجينګ د ښوونکو روزنې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د چين په قومي پوهنتون کې يو ښوونکی شو چې د اوږدې مودې کوششونو له برکته هغه د ولسی دودونو او د ملی لږکيو د ولسي ادبياتو د څېړنې له امله زيات شهرت موندلی دی . اوس پروفيسر تاو د اسيا د ولسی دودونو د ټولنې د مشر او د چين د ولسی دودونو ټولنې د مرستيال دنده په غاړه لری .
د ولسی دودونو د يوه پوه په توګه پروفيسر تاو د چين له ولسي کلتور سره ډېره علاقه او مينه لری. په تېرو څلويښتو کلونو کې هغه څو ځله د ملی لږکيو د استوګنی سيمو ته تللی او د ولسی دودونو د په ميراث راوړلو او بدلولو په باره کې يی زيات معلومات تر لاسه کړيدی. هغه وويل
( لومړی اواز)
د يوه کارپوه په توګه د خپل ملت له عنعنوي دودونو سره اشنايی ډير زيات اهميت لری. ما د ملی لږکيو د استوګنې په زياتو سيمو کې پلټنې تر سره کړيدي. د ولسی دودونو ساتنه د زياتو خلکو کوششونو ته اړتيا لری
تر اوسه پوری پروفيسر تاو څه دپاسه شل کتابونه چاپ کړي چه د ولسي دودونو سريزه په جاپاني او کوريايي ژبو ژباړل شويده. هغه څو ځله د درس ورکولو او پلټنې لپاره د جنوب ختيځی اسيا هېوادونو ته سفرونه کړيدي . په ١٩٩٦ کال کې د ختيځې اسيا د ولسی دودونو يو نړيوال سيمينار د ښاغلي تاو تر رياست لاندی پرانيستل او دې په کې د اسيا د ولسی دودونو د ټولنې مشر په توګه وټاکل شو. هغه وويل
(دوهم اواز)
د اسيا د ولسی دودونو ټولنه د بيلابيلو اسيايی هېوادونو د ولسی دودونو د څېړنې له لارې ددوي ترمنځ د يو بل پيژندنې لپاره د پول رول لوبوي.
د ښاغلي تاو په وينا بيلا بيل اسيايی مليتونه يو شان يا ورته دودونه لري . نوموړی هيله من دی چې د ولسی دودونو د کارپوهانو د کوښښونو له لارې د بيلا بيلو مليتونو د خلکو ترمنځ پوهاوي او دوستی ټينګه او ژوره شی. تر اوسه پوری د اسيا د ولسی دودونو ټولنې اته علمي غونډې جوړې کړي او د هرې غونډې په موده کې يی يو کتاب چاپ کړيدی.
د چين د اقتصادی پرمختيا سره سم د ټولنې جوړښت بدل شويدی ، ښاغلي تاو د هرې چارې د عصري کيدو بهيرپه اړه انديښمن دی او و ايي د پرمختلليو سيمو د اوسېدونکو په نظر په غريبو سيمو کې د خلکو ژوند له خوشحاليو څخه
ليری دی، خو حقيقت بل ډول دی چه يو شمير ښاريان د ګوښه کليو د اوسيدونکو په پرتله نيکمرغه نه دي . هغه خبريال ته وويل
( دريم اواز)
دا مهمه خبره ده چې د ولسی دودونو په اړه يوه کارپوه بايد له هر قوم سره ژوراحساسات ولري او بايد په دی ښه پوه شي چه که څه هم د ملی لږکيو ځينی اوسېدونکي سيمې ګوښه او ليری دی، خو دوی يو ځانګړي کلتور لری او ددوی ژوند له نيکمرغۍ څخه ډک دی . زمونږ درنده دنده دا ده چه بايد نورو مليتونو ته د دوی د کلتورونو د ورپېژندلو لپاره کوښښ وکړو.
په ١٩٩٩ کال کې ښاغلي تاو د چين له يوه مشهور هنرمند سره د چين د ولسی دودونو په هکله يوه ويب پاڼه جوړه کړه او اوس دغه ويب پاڼه د چين د ولسي دودونو د پيژندلو لپاره د يوې کړکۍ رول لوبوي. علاوه پر دې، د ښاغلي تاو تر لارښوونې لاندی د چيني متلونو ټولګه او د چين د ولسي دودونو تاريخ د چاپېدو په حال کې ده .
.ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام چې عنوان يی د چين د ولسی دودونو په اړه د کارپوه پروفيسر تا لی فان پېژندګاوی وه، په همدې ځای پايته ورسيد. روغ او خوشحاله اوسئ.