<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-10 18:06:32    
د چين د تانګ سلسلې دوهم امپراطور لی شی مين

cri

په فيوډالی ټولنه کی به که يو امپراطور د نورو ښه وړانديزونه منل، د خلکو د ژوندانه حالت يی په نظر کی نيوه او د مالياتو د کمولوپه تدبيرونو يی لاس پورې کاوه، نويو ښه امپراطور ګڼل کېده او که به يی په ډېرو ساحو کی زيات برياليتوبونه تر لاسه کول، نو يو ستر امپراطور بلل کيده. د چين په تاريخ کی لی شی مين يو داسی ستر امپراطور و.

لی شی مين د چين د تانګ سلسلې دوهم امپراطور و، د واکمنۍ مودې يې درويشت کاله دوام وکړ او واکمنی يې د لوړې قدردانۍ وړ وه. په دغو درويشتو کلونو کی ، لی شی مين د کرنيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره ډېر تدبيرونه ونيول او د بزګرانو ماليات يی کم کړل . د ده يو مشهور سياسی وينا دا وه چه ګواکې خلک اوبه دی او امپراطور کښتۍ ده اوبه د کښتۍ د تګ را تګ زمينه ده او هم کولی شی چه کښتۍ چپه شی . نو هغه د خلکو نظريو ته په درنه سترګه کتل.

لی شی مين دوه لوی خدمتونه تر سره کړی چه يو يی د ازموينو سيستم جوړول و چه ديارلس زره کلونه يی ادامه درلوده ، بل دا چې نوموړی د نورو ټولو امپراطورانو له ډلې څخه داسی يو امپراطور و چه د نورو وړانديزونه به يی ښه منل.

د تانګ امپراطوری دورې نه مخکی، په مرکزی او محلی ارګانونو کی ارثی نظام پلی کېده، نو استعداد لرونکی کسان به د ادارې لوړې کچې ته نشوای رسيدلی.

لی شه مين د واکمنۍ نيولو نه لږه وروسته وړانديز وکړ چه د ازموينی له لارې تکړه کسان غوره کړی. د ازموينې محتوياتو په قانون ، تاريخ او رياضياتو پوری اړه درلوده او په ټول هېواد کی به ور ته دوه ميدانونه ټاکل کېدل چه غوره کسان د بېلا بېلو کچو په ادارو کی د چارواکو په توګه ومنل شی. دغه نظام حکومتی ارګانونو ته د عادی تکړه کسانو د داخليدو لپاره ښه زمينه برابره کړی او په اغېزمنه توګه د هېواد د واګو پلی کولو لپاره ګټور و.

د نورو وړانديزونو د منلو په اړه ډېرې کيسې شته ، مثلا په تاريخی سندونو کی ليکل شوی چه يو لوړ پوړی چارواکی چه وی جنګ نومېده، لی شی مين ته يی ډېر ښه وړانديزونه وکړل، څرنګه چه لی شی مين د نورو وړانديزونه منل، نو زيات شمېر کسانو ډېر ګټور وړانديزونه وکړل .

لی شی مين د خپلی واکمنی په موده کی نه يوازی په سياسی او پوځی ساحو کی بلکی په ټولنيزو او کلتوری برخو کی هم ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هغه د هېواد په شمالی سيمه کی د لږ نفوس لرونکو قومونو د درناوی تګلارې پلی کړې او د دوی ملاتړ او درناوی يی وګاټه ، بر سيره پر دې، هغه له تبتي قوم سره نژدی اړيکې ټينګی کړی او يو له بل سره يی زده کړه او په سوله ايزه توګه ګډ ژوند وکړ.

د لی شی مين مقبره د شان شی ولايت د لی چوان په ولسوالی کی ده . په وروستيو کلونو کی دغه ځای د سيل لپاره يو مشهور ځای ګرځېدلی دی.