<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-11 18:57:03    
د مرغانو انفلونزا ناروغی د خپرېدو په حال کی دی او نړيوال روغتيايی سازمان يی په اړه فعال تدبيرونه نيسی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، په وروستيو وختونو کی د مرغانو انفلونزا ناروغی د نړۍ په ځينو سيمو کی د ژر خپرېدو په حال کی ده او د نړيوال روغتيايی سازمان لپاره پاملرنې وړ مسئله ګرځېدلی ده. دغه سازمان د مارچ له شپږمې نيټې څخه تر اتمې نيټې پوری په ژنيو کی د مرغانو انفلونزا د کنترول او مخنيوی په اړه د پوهانو يوه غونډه او يو بېړنی پلان جوړ کړی او د مارچ په لسمه نېټه يی اعلان وکړ چه يو ځانګړی ګروپ جوړ يی کړی چه په نړۍ کی د دې ناروغې د کنترول او مخنيوی لپاره لارښوونې او هماهنګی رامنځته کړی.

تير کال د مرغانو د الوتونکو د کډوالۍ د فصل د رارسيدو سره سم ، د مرغانو انفلونزا د ناروغۍ نوی پړاو رامنځته شوی دی، په تيره بيا د سږ کال د فبروری راهيسی، دغه ناروغی د اروپا، اسيا او افريقا په زياتو هېوادونو او سيمو کی پيدا شوی چه په نړۍ کی د پام وړ يوه مسئله وګرځېده.

انسانانو ته د مرغانو انفلونزا د خوريدو نوی پېښی هم په پر له پسی توګه رامنځته شوې. د اندونيزيا د روغتيا وزارت د مارچ په لسمه نېټه دا خبر تاييد کړ چه په دغه هېواد کی دوه تنه د مرغانو انفلونزا د اچ پنځه ان يو په ويروس اخته او مړه شول چه په دې اثر په اندونيزيا کی د دې ناروغې له امله د مړشويو کسانو شمېر دوه ويشت تنو ته رسيدلی دی. له دې څخه مخکی په چين کی هم د دې ناروغې د اخته کسانو لسم تن هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دې ناروغې د ژر خپرېدو سره د مقابلې لپاره، نړيوال روغتيايی سازمان د مارچ له ٦ نيټې څخه تر ٨ نيټې پوری په ژنيو کی د متخصصانو غونډه جوړه کړه او پکی يی هغه اړوند سندونه بشپړ کړل چه په تيره جنوری کی د مرغانو انفونزا په اړه د توکيو په غونډه کی تصويب شوی وه، او يو بېړنۍ پلان يی جوړ کړ. په دغه پلان کی د مرغانو انفلونزا د خپرېدو پر مهال د نړيوال روغتيايی سازمان، د بېلا بېلو غړو هېوادونو او همکارانو رول او د دغې ناروغې د خپرېدو په لومړی موده کی د دغې ناروغې کنترول مشخصې طريقې ټاکل شوي دي. په دغه پلان کی دا خبره هم تکرار شوه چه بايد د څېړنو له لارې د مرغانو انفلونزا د ويروس احتمالی بدلون پيدا شی . دا په انسانانو کی د دغې ناروغې د لويی پيمانې خپرېدو د کنترول او مخنيوی لپاره حساسه موضوع ده. نړيوال روغتيايی سازمان به د راتلونکی می مياشتی تر پايه پوری يو شمېر طبی ګروپونه وروزی څو چه د اړتيا په وخت کی د مرغانو انفلونزا د رامنځته کېدو ځايونو ته مسليکی ګروپونه وليږلی شی.

له دې امله چه د مرغانو انفلونزا ګواښ ورځ په ورځ زياتيږی، نړيوال روغتيايی سازمان د دې ناروغې د حالت په مقابل کی د ويروس او عامې روغتيا په ګډون په زياتو برخو کی د متخصصينو وختی قضاورت او تدبيرونو ته اړتيا لری. د دغه سازمان د مرغانو انفلونزا د مخنيوی د پلان د تر سره کولو هماهنګی کوونکی کيجی فوکودا د مارچ په لسمه نېټه اعلان وکړ چه د سلو متخصصينو لخوا به يو ځانګی کاری ګروپ جوړ شی چه عمده کارونه يی د مرغانو انفلونزا د کنترول او مخنيوی په اړه له اړوندو هېوادونو او سيمو سره مرسته کول دی.

د نړيوال روغتيايی سازمان په نظر نړيواله ټولنه بايد بشپړی تياری ونيسی او بايد د دې ناروغۍ د ممکنه لوی پيمانی خپرېدو سره د مقابلې لپاره کوشش وکړی.