<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-11 19:08:46    
کليوال کارګران د نوی يو کليو د أبادی په بهير کی ستره ونډه لری

cri

بی وزلی ولسوالی څنګه پرمختګ کوی ؟ د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په پيل کی زمونږ د راډيو خبريال د دی پوښتنی په اړه د چين د جيانګ شی ولايت د شانګ ژاو څو کليو يو لړ پلټنې تر سره کړي او ويی ليدل چی په دغو کليو کی دوانی په کتارونو ولاړی او چاپيريال يی ښه دی .د دغی ولسوالی مشر خبريال ته وويل چی کليوالو کارګرانو زمونږ د ولسوالی د أبادی په بهير کی مهم رول لوبولی او لا لوبوی يی .دغه راز دوی په ښارونو کی د کارکولو په بهير کی نه يوازی پيسی ګټلی بلکه خپل افکار يی بدل کړی او نوی عصری چارې يی زده کړی دی چی دا د نويو کليو د أبادی لپاره يوه ښه زمينه برابره کړی ده .

د دغی ولسوالی د دينګ جيا چانګ په کلی کی د ١٣٠ تنو په ګډون ٣٢ کورونه شته .د اصلاحاتو او ورحلاصون تګلاری له پلی کولو راهيسی زياتره کليوال د مزدوری لپاره پرمختللو سيمو ته تللی چی له امله يی په همدی کال کی ٤٦٨ زره يوانه ګټی اخيستي او د هر تن په سر کلنی عايدات دری زره او شپږ سوه يوانو ته رسېدلی دې .تر اوسه پوری په دغو کليو کی هر بزګر ځان يو نوی کور جوړ کړی او رنګه تلويزيون يی هم اخيستی دی .تېر کال د شانګ ژاو په ولسوالی کی د کليوالو کارګرانو شمير څه د پاسه ١٤٠ زرو ته رسېدلی او ٨٠٠ مليونه يوانه لاس ته راغلی دی چی د هر بزګر په سر ١٣٣٣ يوانه زيات شوی دی .زمونږ خبريال د مرکی په ترڅ کی وليدل په هغو کليو کی چی بشپړ اساسی تاسيسات لری او اقتصاد يی څټک پرمختګ کوي او د کليوالو ژوند يی ښه دی ،زيات شمير کليوال کارګران اوسيږی چی د ښاری أبادی په بيلا بيلو چارو کی يی ځانګړی خدمتونه تر سره کړی دی .

د دغی ولسوالی د هوا تينګ کلی بزګر هوانګ هوا اي لس کاله دمخه د چين د فوجيا په ولايت کی د سکرو د چمتو کولو يوه فابريکه جوړه کړه او د زياتو ګټو په تر لاسه کولو بډای شوی دی .د ده په مشرۍ نورو کليوالو هم د ځه جيانګ او فوجيا په ولايتونو کی ٣٧ دغه شان تصدۍ جوړې کړي دي چی د دوو سوو کليوالو لپاره يی د کار فرصت برابر کړی دی .اوس د دی کلی دهر کس کلنی عايدات ١١ زره يوانو ته رسيدلی دي .

په دغه ولسوالی کی د هوانګ هوا ايی په شان د کليوالو کارګرو شمير شپږ زرو ته رسېدلی دی .د اړوندو څانګو د برابرو شويو اسنادو له مخی هر کال د دغی ولسوالی د کليوالو کارګرو له خوا له اخيستلو شويو اتو سوو مليونو عايداتو څخه پنځه سوه مليونه يوانه د کليو په أبادی لګول کيږی .ګڼ شمير بزګرانو د کليو د پرمختګ لپاره مثلأ د لارو او پلونو د جوړولو لپاره پيسی اچولی دی .

څرنګه چی د نيو کليو د أبادی په بهير کی کليوال کارګران مهم رول لوبوی .نو د ولسوالی حکومت د دوی د استخدام لپاره ښه زمينه برابره کړی ده .د بېلګی په توګه په وروستيو کلونو کی د ولسوالی حکومت نه يوازی ٢٠٠ بهرنی تصدۍ منلی بلکه هغو کليوال کارګران يی هڅوی چی په پرمختللو سيمو کی يی خپلی کمينۍ جوړی کړی او په دی توګه يی د خپلی ولسوالۍ ١٠ زره بزګران استخدام کړی دی .

په همدی وخت کی د دی ولسوالی حکومت د کليوالو کارګرو د روزلو لپاره ٣ سوه زره يوانه اچولی دی .په دی ترڅ کی ٣١ زره بزګرانو فنی روزنه منلی ده .

برسيره پر دی هر کال د دغی ولسوالی او علاقه داری حکومتونه د کليوالو کاګرود استازو غونډه تر سره کوی چی د دوی وړانديزونه او غوښتنی واوړي په اړه يی غور وکړی او د دوی ستونزی ليری کړی .د حکومت د بيلا بيلو تدبيرونو د پلی کولو له امله به کليوال کارګران د نيو کليو په أبادی کی لامهم رول و لوبوی .