<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-12 18:22:20    
د غاټول د ګل په باب په زړه پوري معلومات

cri

د غاټول ګل په اوولسمه پيړۍ کی له ترکيې نه هالند ته انتقال شو، څرنګه چی د هالندځمکه او هوا د غاټول د ګلانو د ودې لپاره ډېره مساعده ده، نو غاټول په هالند کی ډېره ښه وده کړيده او د هالند د ملی ګل په توګه پيژندل شويدی٠ د دوهمی عمومی جګړې په موده کی هالند د نازي المان له خوا ونيول شو او جوليانا شهزادګي او کورني يی د پناه وړلو لپاره کاناډا ته ولاړل او د کاناډا د خلکو له خوا ورته تود هر کلي وويل شو٠ د ١٩٤٣کال د جنوري په مياشت کی حامله جوليانا د لنګيدو په حال کی وه، د هالند د شاهي کورنې غړي بايد په هالند کی وزيږي، که څوک په نورو هېوادونو کی زيږي، د شاهي کورني د غړي په توګه نه پيژندل کيږی٠ د کاناډا د قانون له مخی هغه څوک چی په کاناډا کی زيږي، په أتوماتيک ډول د کاناډا د تبعه يا اوسيدونکی په توګه منل کيږی٠ په دی حساسه او مشکله موقع کی د کاناډا پارلمان استثنأ يو وړانديز تصويب کړ او اعلان يی وکړ چی د اوتاوا په ښاري روغتون کي د حامله ګۍ يوه کوټه د هالند د حکومت په لاس کی ورکړی او مالکيت يی بايد په هالند پوري اړه ولري٠ د همدې مياشتې په نهمه نېټه شهزادګۍ جوليانا په خپله خاوره کی يوه لور وزيږيدله٠ د ١٩٤٥ کال په پسرلي کی د کاناډا فوځ د متحدينو هېواد د فوځ په نماينده ګۍ د نازي المان تسليم ومانه٠ د مې په دوهمه لسيزه کی د لالې د غاټول ﻻ ګلانو د غوړيدو فصل و٠ نو د هالند حکومت پريکړه وکړه چی د غاټولو يو لک ګلان د تحفې په توګه کاناډا کی د پناه وړلې شهزادګۍ جوليانا د ښه هرکلی څخه مننه څرګنده کړی ٠ په ١٩٤٨ کال کی جوليانا د هالند په شاهی تخت باندي کښيناسته او له دې نه وروسته به دې هر کال د اوتاوا ښار ته د غاټولو يو لک ګلان د سوغات په توګه ليږل چی په دی توګه اووتاوا هم د غاټولو د ګلانو د مرکز په حيث شهرت وموند٠ له ١٩٥١ کال نه تر اوسه پوری په اووتاوا کی هر کال د غاټولو د ګلانو جشن جوړيږي او د غاټولو څو لکه ګلان چی سل ډوله رنګونه لري، ګل کوي٠ ورپسي د هالند پارلمان په رسمی توګه د حامله ګۍ د هغې کوټې مالکيت چی د اووتاوا په ساري روغتون کې ده، بيرته کاناډا ته ورکړ چی دغه ښکلی کيسه لا تر اوسه هم خوله په خوله ګرځی٠

د نبات پيژندونکو د احصايی له مخی ، په نړۍ کی دوه لکه څلويښت زره ډوله تخم لرونکی نباتات شته٠ د نړۍ په هغو سيمو کی چی هوا يی توده او اورښت يی زيات وی، د نباتاتو ډولونه ئی ډېر دي په بله ژبه له تخم لرونکو نباتاتو څخه دوه په دريمه برخه ډوله په همدغو تودو سيمو کی وده کوي چی په امريکايی قاره کی نوی زره ډوله، په أسيا او استراليا کی پنځه ديرش زره ډوله او په افريقا کی ديرش زره ډوله موجود دي٠ په تېره بيا په اندونيزيا او فليپين کی د يوه مربع کيلو متر په ساحه کی دوه زره ډوله نباتات وده کوي چی دغه شمېر د هنګري د ټولو ډولونو سره برابر دي٠ د هېوادونو په نظر په برازيل کی څلور زره ډوله تخم لرونکی نباتات ليدل کيږی چی دغه شمېر په نړۍ کی لومړی مقام نيسی٠ په چين کی ديرش زره ډوله نباتات شته چی دغه شمېر د هغو هېوادو په مقايسه ډېر دي چی په معتدله سيمه کی پراته دي٠ په ځانګړي ډول د جنوبي چين د يون نان په ولايت کی د نورو ولايتونو نه د نباتاتو ډولونه وده کوی چی تقريبأ لس زره ډوله نباتات پيدا کيږی٠ څرنګه چی د چين د مرکز بېجينګ په سيمه کی ډېر جګ جګ غرونه ولاړ دي او هوا يی معتدله ده، نو د نباتاتو ډولونه يی هم يو زرو اتو سوو ته رسيدلي دي چی دغه شمېر د المان نه هم زيات دي٠