د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، امريکايی پوځ د مارچ په دوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چه په همدې ورځ څلور امريکايی سرتيری د افغانستان د کونړ په ولايت کی په يو بمی بريد کې ووژل شول. د امريکی پوځی وياند جګړه ماټ هاکاتورن وويل دغه څلور سرتيری د ګزمې پر وخت کی له يو بمی بريد سره مخامخ شول. په همدې ورځ د کونړ ولايت والی اسدالله وفا وويل دغه بريد د طالبانو لخوا له ليری نه کنترول بمی بريد و. امريکايی پوځ اوس د دغې پيښې په اړه پلټنې کوی.
|