د چين د اطلاعاتو اژانس د خبر له مخی، چين او افغانستان به د خپل منځۍ الوتنو پراخ کړی چه په دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ را تګ الوتنو شمېر هره اونی له يو څخه اوو ته زيات شی. د چين د ملکی هوانوردۍ د عمومی ادارې چارواکی د مارچ په ديارلسمه نېټه خبريالانو ته وويل چين او افغانستان په بېجينګ کی د اړوندو چارو په اړه د پوهاوي يو پرېکړه ليک چمتو کړی. له دغه نوی پرېکړه ليک سره سم به هره اوونی کی مسافر او مال وړونکی الوتکی يو بل هېواد ته الوتنی وکړی. د افغانستان د اټکل له مخی، د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی او سوداګريزو اړيکو په نژديوالی سره به د وګړو تګ راتګ هم زيات شی. افغانستان به له اړتياوو سره سم ګام په ګام خپلې الوتکی زياتې کړی.
|