<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-13 18:36:41    
په چين کی د نيالګيو د کېښودلو ورځې په باب معلومات

cri

د چين په نژدی تاريخ کی ډاکتر سون يی شيان لومړی شخص و چه د ځنګلونو اهميت يی ښه وپېژنده او د نيالګيو د کېښودلو وړانديز يی وکړ.

ډاکتر سون يی شيان د ګوانګ دونګ ولايت د جونګ شان ښار د څوی شينګ په کلی کی وزېږېده. اوس د ده په ټاټوبی کی يوه ونه لا ژوندی ده کومه چه په ١٨٨٣ کال کی له امريکی څخه د اوه لس کلنی سون يی شيان د ستنيدو وروسته پخپله وکيښوله. په ١٨٩٣ کال کی، هغه په خپله سياسی مقاله کی وړانديز وکړ چه که چين غواړی پرمختګ ومومی، بايد د کرنی او ځنګلدارۍ چارې پرمخ بوزی.

د ١٩١١ کال انقلاب وروسته، ډاکتر سون يی شيان دا پلان وړاندی کړ چه د چين په شمالی او منځنی سيمو کی ډېر زياتې ونې وکېښودل شی او دغه راز هغه د کرنې د عصری کېدو راتلونکی پلان هم طرح کړ. د ده په ډېرو مقالو او ويناوو کی څو څو ځله د سيلاب او وچکالۍ د مخنيوی لپاره د ونو د کېښودلو مهم اهميت تکرار کړ.

په ١٩١٥ کال کی د وخت حکومت د ډاکتر سون يی شيان د وړانديز په منلو په رسمی توګه هر کال د اپريل پنځمه نيټه د ونو د کېښودلو ورځې په توګه وټاکه چه په دې توګه په چين کی د ونو د کيښودلو ورځ رامنځته شوی ده.

ډاکتر سون يی شيان د ١٩٢٥ کال د مارچ په دوولسمه نېټه په بېجينګ کی وفات شو.

په ١٩٧٩ کال کی د چين د ملی ولسی پنځم کانګرس کی د پرېکړې سره سم د ډاکتر سون يی شيان د مړينې ورځې د يادونې لپاره هر کال د مارچ دوولسمه نېټه د ونو د کېښودلو ورځې په توګه وټاکل شوه.

سږ کال د مارچ دوولسمه نېټه د چين د ونو د کېښودلو اته ويشتمه ورځ وه او هم د چين د ملی ولسی کانګرس او د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې دوې غونډې د روانېدو په حال کی وې او د تيرو شويو غونډو په شان د ځنګلونو جوړول او ساتل لا هم د استازو او غړو تر زياتې پاملرنې لاندی راغلی وو.

د چين د ملی ولسی کانګرس د غړو په نظر د ځنګلدارۍ چارې بايد د نويو کليو د ابادۍ لپاره ستر خدمتونه وکړی. د ملی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې غړی ون دا جونګ دا نظر لری چه د ځنګلدارۍ چارو پرمختګ بايد د بازاری اړتياوو سره برابر وی، محلی ځانګړتيا ولری او د بزګرانو د عايداتو د زياتوالی لپاره يوه مهمه لاره ده.

د دې کميټې غړی وانګ چاو بين په نظر د طبيعی او ايکولوژيکی سيستم د جوړولو او ساتلو پياوړتيا د نويو کليو د ابادۍ لپاره مهم اهميت لری. په تيره بيا د باد او شګو د بندولو د ځنګلونو جوړول نه يوازی د غلودانو د اندازې د لوړتيا لپاره ګټور دی، بلکی ګڼ شمېر وګړی ګټه اخيستی شی.

د طبيعی او ايکولوژيکی سيستم جوړول داسی دايمی او درنه دنده ده چه په پر له پسی توګه کوشش تر سره کېدای شی. د چين د ملی ولسی کانګرس استازی وانګ شو چينګ وويل د طبيعی او ايکولوژيکی سيستم د جوړولو له برياليتوبونو څخه تر يوې اندازې پوری د واکمنی نيولو توان څرګنديږی.