<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-13 18:52:56    
چای د فو جيان په ولايت کې

cri
ګرانو اورېددونکو، السلام عليکم! ټولو ته معلومه ده چې چای لومړی د چينايانو له خوا روزل شويدی، نو د چای څښل د چينايانو له ژوند څخه نه بيليږی. څه دپاسه زر کاله دمخه چای په چين کې د يو ډول درمل په توګه استعمالېده. د اقليم، خاورو او اوبو د بېلوالي له امله د چين په بېلا بيلو ځايونو کې ډول ډول چای روزل کېږی. د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ سره سم په چين کې مخ په زياتېدونکی خلک د چای څښل خوښوی. د مثال په ډول سوداګران په چای خونو کې د معاملو خبرې کوی او ځوانان هم کله کله پکې راغونډيږی. په چين کې د اقتصاد او سوداګری په ننني پروګرام کې به تاسی زما سره يو ځای د چين د فو جيان ولايت ته ولاړ شی او د دې ولايت د خلکو د چای څښلو په باب معلومات لاس ته راوړی.
فو جيان ولايت د چين د تايوان تنګ د لويديځې غاړې په اوږدو کې پروت دی او د چين د چای يو مشهور توليدونکی ځای ګڼل کېږی. د فو جيان خلک نه يوازی د چای څښلو عادت لری، بلکه د چای د روزنې ډير فارمونه په دې ولايت کې ليدل کېږی، نو چای د فو جيان ولايت يو ځانګړی توليد دی. د اقتصادی پرمختګ په چټکې پرمختيا سره، د چايو اړتياوې مخ په زياتېدو دي او له دې امله د چای توليدولو چارو پرمختګ کړی دی. ښاغلي ليان شيو ران چې د فو جو ښار د چای توليدولو فابريکې مشر و، د فو جيان ولايت د چای ټولنې دايمی غړی هم دی. هغه په دې اړه داسی وويل
( لومړی اواز)
په فو جيان ولايت کې د توليد شوی چای ډولونه چه دننه په هيواد کې ډير شهرت لري ، له نورو ولايتونو څخه زيات دی، د مثال په توګه تې ګوان ينګ، په ډبرينو ځمکو کې روزل شوی چای او ياسمن چای. تېر کال په دې ولايت کې د چايو توليدی او صادراتی اندازې په جلا جلا توګه په چين کې لومړی او دوهم مقام نيولی دی.
په ١٩٩٢ کال کې د فو جيان ولايت د فو جو ښار د چايو د عمده پلورلو کوچنی مارکيت جوړ شو، خو له څوارلسو کلونو راهيسی دغه مارکيت په داسی لوی مارکيت بدل شوی چې غرفې يی له لسو نه دريو سوو ته رسيدلی دی. په دغه لوی مارکيت کې نه يوازی په دې ولايت کې توليد شوی چای، بلکه د لونګ جين او پو اير په ګډون د چين په نورو ولايتونو کې توليد شوی چای هم پلورل کيږی. برسيره پر دې، په دغه مارکيت کې د چای د چمتو کولو او تړلو خدمتونه برابريږی او د چای څښلو لپاره چاينکونه او پيالې هم اخيستل کيږی. نه يوازی د چين له نورو ولايتونو، بلکه له بهرنيو هېوادونو څخه راغلي سوداګران د چای د پيرنې پيرودنې لپاره دغه لوی مارکيت ته ځی. تېر کال په دغه لوی مارکيت کې د چايو پلورلو ارزښت ديرشو مليارډو يوانو ته رسيدلی چې د نورو کلونو په پرتله ډير زيات او نوی تاريخی ريکارډ يی قايم کړيدی. له خبريال سره يو ځای له دغه مارکيت څخه د کتنې په ترڅ کې ښاغلي ليان وويل
( دوهم اواز)
وګورئ چې داسی موټرونه ټول د دغو دکانونو د خاوندانو شخصی موټرونه دي. په دې وروستيو کلونو کې د چايو معاملو د زياتوالي له امله دوی شتمن شوي او موټرونه يی اخيستي دي. د دغه مارکيت سمسورتيا او ابادی په چين کې د چايو د اړتياوو د زياتېدو نښه ده.
برسيره پر دې، اوس خلک ښه چای ته ډيره اړتيا لری. خبريال داسی معلومات تر لاسه کړي چې پخوا عامو خلکو داسی چای څښه چې يو کيلو ګرام يی يوازی شل يوانه و، خو اوس په دغه مارکيت کې د زرو يوانو په بيه يو کيلو ګرامه چای زيات اخيستونکي لری.
خبريال په دغه مارکيت کې له مېرمن وانګ سره مخامخ شو. هغې وويل
(دريم اواز)
زه هره مياشت ورڅېرمه دری ځله دلته چای اخلم چې ځينی يی دوستانو ته ورکوم او ځينی يی پخپله څښم. مخکی می معمولی چای اخيسته، خو اوس د ډير ښه چای اخيستلو توان لرم چې بيه يی څو زره يوانه دي. د ژوند د سويې په لوړېدو سره خلک د چايو د کيفيت په هکله زيات معلومات لری، د مثال په توګه څه ډول چای د چا لپاره ګټور دی، څه ډول چای په کوم موسم کې څښل کېږی او د درنو دوستانو د هرکلي لپاره څه ډول چای چمتو کېږی او داسی نور. د معلوماتو له مخې، په فو جو ښار کې څه دپاسه زر ډول ډول چای خانې ليدل کيږی.
ګرانو اورېدونکو، په چين کې اقتصاد او سوداګرای نننی پروګرام پای ته ورسيد. په دې پروګرام کې تاسی په فو جيان ولايت کې د چای په اړه معلومات واورېدل. روغ او خوشحالی اوسئ.