<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-13 19:01:02    
چاى، د چينايي ژوند يو رنګ

cri

زر كاله پخوا كله چې د چاى نوي ډولونه كرل كېدل د چاى كروندګر به سره راغونډېدل چې د چاى پاڼې دښه والي په بېلا بېلو كچو ووېشي او د چاى جوړولو مهارتونه نور هم بشپړ كړي. د چاى جوړولو په برخه كې به سيالان، سيل كوونكي د پرېكړې څښتنان ټول حاضر وو. دغه كار به د ملاتړى د يوې لويې پېښې په شان و. د چاى ازموينې سيالۍ چې له ٤١٨ څخه تر ٩٠٧ ميلادي كال پورې د ټانګ كورنى په زمانه كې رامنځ ته شوې له ٩٤٠ څخه تر ١٢٧٩ ميلادي پورې د سونګ كورنى د واكمنى په مهال خپل اوج ته ورسېدې. ان واكمنانو او پوهانو به هم د دغو سياليو په چارو كې برخه اخيسته. د يو شاعر سو شه (Su Shi) چې له ١٠٣٧ څخه تر ١١٠١ميلادي كال پورې او د څاى شيانګ (Cai Xiang) تر منځ چې له ١٠١٢ څخه تر ١٢٤٧ ميلادي كال پورې يې ژوند كړى د چاى سيالي د ډېرې پاملرنې وړ ده. څاى د يو ښه ډول چاى پاڼې راوړې او دغه راز د ختيځ چين د جيانګ سو ولايت د ووشي (Wuxi) سيمې د زيات درناوي لرونكي ښوېشان (Huishan) غره د څا اوبه يې غوره كړې. د چاى په مخكينيو سياليو كې دغه لړى د چاى ريكارډ يا (Cha Lu) كتاب ليكونكي هېڅ سيالي نه وه بايللې. خو د هر يوه له حيرانى سره سو شي داسې اوبه وكارولې چې په يو ډول چيني دوديز درمل بمبو كې اېشېدلې وې او په نتيجه كې يې سيالي وګټله. دا يوازې داسې په زړه پورې كيسه ده چې ليو ټونګ (Liu Tong) په خپل كتاب (چينايي چاى) كې ويلې ده. د دغه كتاب انګليسي ګڼه د چين د قارو تر منځ مطبعې له خوا په دې وروستيو كې چاپ شوې ده.

په چين كې د چاى كشفول او كارول شاوخوا ٤٠٠٠يا ٥٠٠٠ كلن تاريخ لري. چاى د ټانګ په كورنى كې هغه وخت له خورا زيات شهرت څخه برخمن و كله چې خلكو د چاى په پاڼو كې د بوټو له خوند لرې كولو لپاره د بخار نوى چارې رامنځ ته كړې. دوى به د چاى د بوټي پاڼې راغونډولې او بيا به يې ايشولې او بخار كولې. دغه پاڼې به ميده كېدې بيا به په قالبونو كې وچېدې او د ساتلو لپاره به زېرمه كېدې. چاى خونې يا د چاى څښلو ځايونه په خپله رښتينې معنى هم د ټانګ د كورنۍ په موده كې رامنځ ته شوي دي، او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د چاى په اړه لومړنى پېژندونكې تبصره د (چاى كتاب) د ټانګ د كورنۍ په موده كې راڅرګنده شوه. بيا د سونګ د كورنى په موده كې د چاى څښل د مناسبتونو يو دود و ګرځېد. اكاډميكو يا د پوهنې كسانو به په وار وار د چاى څښلو غونډې جوړولې او په ترڅ كې به يې د چاى جوړولو په اړه د خپلو مهارتونو سيالۍ كولې. خو پوښتنه داده چې څنګه امكان لري غوره چاى چاڼ كړى شي؟ په هغو ورځو كې به رنګ او ځګ كول د چاى ټاكونكې نښې وې.

چاى د چين د جنوب لوېديځ د هغې سيمې له غرونو څخه سرچينه اخيستې چې د هون قوم خلك په كې اوسېدل. بيا د چاى څښلو نورو سيمو ته په خپرېدو زيات شهرت وموند او د يو نوي شي په ډول يې خلك راجذب كړل چې په خپل ورځني ژوند كې يې د يو عادت په ډول وپېژانده.

د چين د جنوب لوېديځ د سيچوان اويون نان ولايتونه له پخوا نه د چاى د توليد سترې سيمې وې.

د تبت وګړي د ټانګ كورنى شازادګۍ وېنچن چې له ٤١٧ څخه تر ٤٨٩ ميلادي كال پورې يې ژوند كړى دوى ته د چاى د ورپېژندلو له امله درناوى كوي. آن نن ورځ هم د تبت وګړي يوه داسې فولكلوري وينا لري چې وايي : يو كس ښايي له دريو ورځو خوړو پرته وپايي خو له يوې ورځې چاى څښلو پرته به و نه پايي.

د چاى سترې اړتيا ته د ځواب ويلو په ترڅ كې د سوداګرى يوه كرښه چې د چاى سړك په نامه پېژندل كېده د چين د جنوب لوېديځې پولې د غرونو او لوړو څوكو په اوږدو كې رامنځ ته شوه. چاى به پر آسانو تبت او بيا هند، نيپال او د جنوبي آسيا هېوادونو ته وړل كېده. چاى له چين څخه ګردې نړى ته د مځكې او سمندر دواړو لارو څخه لېږدول شوى او خپور شوى دى. برتانيا په ١٤٣٧ ميلادي كال كې كله چې د بريتانيا د سوداګرانو بېړى د ګوانګډونګ ولايت د هومن بندر ته راورسېدې له چين څخه د چايو په واردولو پيل وكړ. بريتانويانو لومړى شين چاى وارداوه خو د لارې اوږدوالي دچاى د پاڼو د كيفيت ساتلو ضمانت نشو كولاى، نو په دې توګه تور چاى په تدريجي ډول د شنه چاى ځاى ونيو چې په مستقيم ډول يې د بريتانوي وګړو د چاى څښلو پر عادت اغېز وكړ. د اوږده تاريخ له مخې اوس د چاى بېلابېل ډولونه موجود دي چې د ځينو ډول يې د نورو په پرتله خورا زيات ښه دى. په داسې حال كې چې لوستو وګړو باور درلود په زبېښنې سره واړه غوړپونه د چايو څښلو عمده بنسټ دى، چاى د عادي وګړو لپاره د تندې ماتولو يوه ساده لاره وه.

نن ورځ تر ټولو غوره ځاى چې د چين د چاى كلتور په كې پر ځاى شي چاى خونه، يا د چاى څښلو ځاى دى. چاى خونې په اصل كې د يوې وړوكې نړى په ډول ښكارېدې چې د ژوند او ټولنې د هر اړخ وګړي به په كې راغونډېدل. چينايي ليكوال لاو شي چې د له ١٨٩٩ څخه تر ١٩٤٤ ميلادي كال پورې يې ژوند كړى د چاى خونې (چا ګوان) مشهوره ډروامه ليكلې ده. دغه ډرامه چې په ١٩٥٤ ميلادي كې ليكل شوې ډېرو ژبو ته ژباړل شوې او د ١٨٩٨ او ١٩٤٥ ميلادي كلونو ترمنځ د ناكرارى په موده كې د اوسېدونكو وګړو د ژوند لوړوالى او ښكته والى انځوروي. اوس ډېر وخت چينايي چاى خونې د چاى د هنر خونې (چا يې ګوان) بلل كېږي چېرې چې ښكلې ښځې د خپلو ليدونكو لپاره د چاى سره په تړاو بېلابېل فعاليتونه ترسره كوي. د چاى د يوې خوږ بويه پيالې تر مخ د ناستې په مهال به د دوديزو چينايي رسمونو، سامان آلو، هنرونو او لاسي توكيو له نندارې په خوند اخيستلو يو څوك د دغه مهم چينايي بوټي تر شا د پراته تاريخ د قدرمنۍ په فكر كې ډوب شي.