د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د طالبانو وياند قاری محمد يوسف د مارچ په ديارلسمه نېټه وويل دوی څلور بهرنی يرغمل وژلی دی چه د مارچ په دوولسمه نېټه يی د افغانستان په جنوبی سيمه کی تښتولی وو. يوسوف وويل دوی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په امر دغه يرغمل وژلی ځکه چه د امريکی جاسوسان وو. خو د افغانستان پوليسو تر لاسه پوری د دغو يرغملو مړي نه دی موندلی، نو د دغه خبر پخلی نه شی کېدای. د مارچ په دوولسمه نېټه طالبانو اعلان وکړ چه د افغانستان په جنوب کی يی دری البانيايان او يو جرمنی تښتولی دی.
|