<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-14 19:26:34    
په چين کی د افغانستان لوي سفير د چين په هيواد کی د وروستيو دوو لويو غونډو په هکله وينا

cri

دا مهال په چين کی د چين ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوی لوي غونډي روانی دي،زموږ خبريال په چين کی د افغانستان له لوي سفير سره ، د دغو دوو لويو غونډو او ددواړو هيوادونو د اړيکو په هکله يوه مرکه کړي او پر بنسټ يی دغه رپوټ خپريدو ته چمتو کړيدي:

په چين کی د افغانستان لوي سفير د چين په هيواد کی د وروستيو دوو لويو غونډو جوړيدل ډير مهم وبلل او ويی ويل چی دوي پدی غونډه کی پخپل ګډون سره ډير څه ترلاسه کړي دي،او افغانستان ته يی د خپل راپور د ليږلو تر څنګ ددی غونډی په هکله هم ليکي دي،ده وويل چی دا زموږ لپاره هم يو ښه مؤخذ او بيلګه ده په تيره بيا چی اوس د افغاستان دولت هم خپل پنځه کلن پلان جوړ ، او د هغو د پلي کولو په پړاو کی دي،او کيداي شي چی له ځينو عملي اړخونو څخه يی کار واخلي،د چين ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د مارچ په پنځمه نيټه د چين په پلازمينه بيجينګ کي پرانيستل شوه چی د ټول هيواد څخه شاوخوا دري زره تنه استازي پکی راغونډ شوي دي،دغی غونډی ته د چين صدراعظم وين جياو باو د خپل کلني رپوټ د وړاندی کولو پر مهال وويل چي چين به په ټينګ هوډ سره د پرمختګ په لور ګام اوچت کړي ،اوله ګاونډيو هيوادونو سره به نيکی اړيکی وساتي،په چين کی د افغانستان لوي سفير ښاغلی اکليل احمد حکيمي د خپل هيواد په استازيتوب وويل چي افغانستان هم غواړي له چين سره خپلو اړيکو ته پرمختګ او دوام ورکړي،او افغانستان دا مهال د يوه او غښتلي چين پر تګلاره باندی ټينګار کوي

= = = غږ (څلورم ترک)

د چين په اړه د افغانستان تګلاره يو چين دی،موږ يو غښتلي، پياوړي ، دخوښی ټولنی او ټينګ اقتصاد درلودونکي چين غواړو،تر څو موږ د يوه ګاونډي په توګه د هغه په څنګ کی سوکاله و اووسو،او دا زموږ پاليسي او تګلاره ده.افغانستان او چين له ډيری اوږدی مودی راهيسی له يو بل سره تل ښه ګاونډيتوب ، د يو بل ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته د درناوي پر بنسټ اړيکی لرلي دي،

ښاغلي اکليل احمد حکيمي د خپلو خبرو په ترڅ کی د صدراعظم وين جياو باو د راپور له هغی برخی څخه يادونه وکړه چی له بهرنيو هيوادونو سره يی پر اړيکو ټينګار کړي ، ده وويل څرنګه چی افغانستان او چين ډيری پخوانی ښی اړيکي لري نو همدي ټکي ته په کتو سره به ددواړو خوا د اړيکو د لا ټينګولو لپاره ګټه واخلي دده په وينا همدا اوس په چين کی د افغانستان سفارت داسی پلانونه تر لاس لاندي لري چی په راتلونکی کی به دواړو هيوادونو ته ډير ګټور وي.

د چارو د څارونکو په أند د وروستيو څو کلونو په ترڅ کی په افغانستان کی د پام وړ بدلونونه رامنځ ته شوي،د بيلګی په ډول اساسي قانون جوړ، د ټاکنو له لاری د جمهور رييس ټاکنه،او د پارلمان جوړيدل ،او تر څنګ يی په بيلابيلو برخو کی د بيارغونی ګڼ شمير کارونه تر سره شويدي،ښاغلي حکيمي پدی هکله وويل دا مهال د افغانستان اسلامي دولت د ديموکراسۍ د اصولو پر بنسټ په ګڼو برخو کی پراخ ګامونه اوچت کړيدي،او دده په وينا ددی کارونو په خوا کی به ډير ژر د افغانستان پارلمان ،افغان حکومت ته د باور رايه هم ورکړي،او دا پدی مانا ده چی اوس په افغانستان کی هم زياتره مسًلی د چين په شان د خبرو اترو له لاری حل او فصل کيږي.ده وويل کله چی اړوند چارواکي په راتلونکي کی پارلمان ته راپورونه وړاندي کوي ،نو د دواړو هيوادونو د اړيکو د ﻻ ټينګولو په هکله به د پارلمان د اعتماد رايه هم ترلاسه کړي ،ځکه چی له چين سره د افغانستان دوستي له هرپلوه ددواړو هيوادونو په ګټه ده، غږ = = = = =

د افغانستان پارلمان به عملا دا وګوري چي له داسی يوه ستر او د اقتصادي پلوه پياوړي او پر مختللي هيواد سره به زموږ اړيکی څومره ګټوری وي،لکه څنګه چي دا مهال اروپا،امريکا او داسی نور هيوادونه هم له چين سره د اړيکو د ټينګولو لاری ګڼی ، ګټی تر لاسه کوي. ښاغلي اکليل احمد وويل له دي امله چی د افغانستان پارلمان نوي جوړ شوي ،نوښايي چی دا کارونه به يو څه وخت ته اړتيا ولري،خو ددواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د لا ټينګتيا په لار کی کوم ځانګړي خنډ او ستونزه نه ويني.

په چين کی د افغانستان لوي سفيرپه نږدې راتلونکي کې نوموړي هيواد ته د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د سفر ددواړو هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ځينو تړونونو ، اودچين بيلابيلو ښارونو ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو د پلانونو څخه هم يادونه وکړه چی ډير ژر به ترسره شي..