<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-14 20:14:49    
د چين په کليوالو سيمو کې سپورتي چارو ته پرمختيا ورکړی شي

cri

د چين د ملي ولسي کانګريس په سږني کلني غونډه کې د چين صدراعظم وين جيا باو د حکومت په کاري رپوټ کې په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د کرنيزو چارو د پرمختګ ، د کليوالو سيمو د ابادۍ او د بزګرو د ژوندانه سويې د لوړوالي په باب تګلارې وړاندې کړې چې د برخه والو د پام وړ وګرځيدې ٠

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې زياتو غړو پر دغو تګلارو باندې د بحث کولو په ترڅ کې ډېر ښه وړانديزونه کړي چې له دې جملې څخه ځينو ګډون کوونکو غړو داسي وړانديز وکړ چې د نويو کليو د ابادۍ په تګلاره کې بايد د سپورتي چارو پرمختيا هم شامله شي ٠

په چين کې د ښارونو او کليو ترمنځ توپيرونه په بېلابېلو ساحو کې ليدل کيږي چې داسي توپيرونه په سپورتي چارو کې هم موجود دی ، که څه هم په چين کې زيات شمير غوره سپورتي لوبغاړي پخوا له کليوالو سيمو څخه راتلل خو په کليوالي سيمو کې سپورتي فعاليتونه ګرم او تاوده نه ښکاري ، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي ښاغلي چن ياو بانګ چې پخوا د چين د کرنيزو چارو وزير و وويل د ښارونو په پرتله په کليوالو سيمو کې سپورتي چارې هم وروسته پاتې دي چې په دې کې زيات لاملونه شته دي ، د بيلګې په توګه په کليوالو سيمو کې سپورتي تاسيسات او لګښتونه کم دي ، بزګران په سپورتي فعاليتونو کې د ګډون وخت نه لري او داسي نورې ، د اټکل له مخې د هغو کليو شمير چې معياري سپورتي ډګرونه او تاسيسات لري د چين د کليو د عمومي شميرې په سلو کې تر شلو کم دی او د دغو کليو اکثريت د چين په ختيځو شتمنو سيمو کې پروت دی ٠ خو ډېرو زيارکښو او عقلمنو بزګرانود سپورتي فعاليتونو سره د مينې او علاقمندي له امله دغې ستونزې ليرې کړې او په ډېرو ګرمو احساساتو سره يې په سپورتي فعاليتونو ﻻس پوري کړی دی ، ښاغلي چن ياو بانګ وويل په زياتو کليوالو سيمو کې بزګران د سپورتي ځايونو په توګه له توليدي ځايونو څخه کاراخلي ،هغه وويل د مثال په توګه د چين په زياتو کليو کې د غنمو او شولود وچولو ميدانونه شته ، کله چې دغه ميدانونه ورګاره شول نو بزګران په دغو ميدانونو کې په سپورتي فعاليتونو لاس پوري کوي ، د ښاغلي چن ياو بانګ په أند که څه هم په کليوالو سيمو کې سپورتي چارې د شرائطو د محدوديت له امله د ښارونو په پرتله وروسته پاتې دي ، خو په دې وروستيو کلونو کې د چين په کليوالو سيمو کې سپورتي چارو هم تر يوې اندازې پورې پرمختګ کړی دی ، سپورتي فعاليتونه له يوې خوا د بزګرو بدني او توليدي توان پياوړوي او له بلې خوا د بزګرو د مدني ژوندانه د غني کولو د لپاره هم ګټور دي ٠ ښاغلي چن ياو بانګ وويل د بزګرانو د بدنې پياوړول اوپه کليوکې په سپورتي فعاليتونوﻻس پوري کول ډېرستر اهميت لري ، په تيره بيا د چين په مختلفو ځايونو کې زيات سيمه ايز او ځانګړي سپورتي فعاليتونه د بزګرانو ترمنځ د يووالي د رامنځته کولو او ددوي د وياړاو عزت د لوړولو لپاره ستر رول لوبوي ،مثلأ د کليو ترمنځ د سپورتي سياليو په ترڅ کې بزګران هرومرو په يوزړه د خپل کلي له سپورتي لوبغاړو څخه پلوي کوي ترڅو په لوبو کې برياليتوب ترلاسه کړي ، نو په دې بهير کې ددوې ترمنځ يووالی رامنځته کيږي ٠

په کليوالو سيمو کې په سپورتي فعاليتونوﻻس پوري کول ډېره ګټه لري ، د دې لپاره چې سپورتي فعاليتونه د چين په ټولو کليوالو سيمو کې رواج ومومي دولت بايد پکې زياتې پانګې واچوي او تري ملاتړوکړي ، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي جانګ فا چانګ چې د چين د بدنې روزنې د ملي رياست پخوانی معاون ودا وړانديز وکړ چې دولت د کليوالو سيمو د سپورتي تاسيساتو د جوړولو په کار کې زياتې پانګې واچوي ، د معلوماتوله مخې سږکال به دولت ديرش مليونه يوانه د کليوالو سيمو د سپورتي تاسيساتو په جوړولو کې ولګوي ، ښاغلي جانګ فاچانګ وويل اوس د مرکزي حکومت په مالي عايداتوکې ډېروالی راغلی دی ، دولت کولی شي چې له دغو عايداتو څخه يوه برخه د کليوالو سيمو په سپورتي فعاليتونو کې واچوي ،اوس په چين کې هغه پروګرامونه د پلي کولو په حال کې دي چې د دغو پروګرامونو له مخې د چين په ټولو کليو کې خلک راډيويي او تيلويزيوني خپرونې اوريدلی او ليدلی شي ، ښه به داوي چې په کليوالو سيمو کې سپورتي چارې هم د راډيو او تيلويزيون په شان پرمختګ وکړي او په هرکلي کې معياري سپورتي تاسيسات جوړشي ، زه هيله لرم چې له پنځو کلونو وروسته به دامنظره رامنځته شي ٠

پانګې مهمې دي خو ښې تګلارې تر هغې نور هم مهم ښکاري ، د چين حکومت د راتلونکو پنځو کلنو کارونو په پلان کې په ځانګړي توګه دې ته اشاره وکړه چې بايد په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو او د پوهنې ، روغتيا او فرهنګ په شمول د عامه منفعتو چارو ته پياوړتيا ورکړي ٠