<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-14 20:57:41    
د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د چين ګډون

cri

په ١٩٣٢ کال کې د اولمپيک سپورتی لوبې د امريکې په لاس انجلس ښار کې تر سره شوې، په دغو لوبو کې د چين پلاوی د ټاکلی پلان له مخې د فوټبال په مسابقه کې برخه اخيسته، ځکه چې په هغه وخت کې په دې ساحه کې چين د ليری ختيځ په سيمه کې يو پياوړی ځواک و، خو امريکې د فوټبال پر ځای د رګبی مسابقه پر ځای کړه. د چين د اولمپيک کمېټې د هغې دسيسې د شنډولو لپاره چې له مخې يی د جاپان له خوا د مانجو په نامه جوړ شوی ګوډاګی حکومت په دغو سپورتی لوبو کې ګډون کاوه، پرېکړه وکړه چې خپل يو سپورتی پلاوی دغو سپورتی لوبو ته واستوی. نو ليو چانګ چون د چين د لومړني لوبغاړي په توګه د اولمپيک په سپورتی لوبو کې برخه واخيسته چې د منډی وهلو يو لوبغاړی و.

د سوک وهلو په مسابقه کې عصبی لوبغاړی

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې د سوک وهلو د يوې مسابقې له پيل وروسته په هغه حال کې چې دوو لوبغاړيو خپلې چپنې وايستلې، ټولو نندارچيانو خندا وکړه. ځکه چې يو عصبی لوبغاړی پتلون نه واغوستی او بربنډ شو. يو شببه وروسته يی پام شو، نو سمدلاسه يی خپله چپنه واغوسته او د سپورت له ميډان څخه ووت.

د لنډ واټن ځغاستې لومړنی تور پوستی قهرمان

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې د سلو مترو او دوو سوو مترو ځغاستې په مسابقو کې قهرمان د امريکې يو تور پوستی لوبغاړی ايدی تولان و. هغه يو سلو پنځه شپېته سنتی متره لوړ و او عينکې يی په سترګو کولې. په منځنی ښوونځی کې د زياتو زده کوونکو په نظر هغه ټيټ و او د لنډ واټن په منډی وهلو کې يی لاس نه درلود. خو هغه له خپلو کوښښونو وروسته بالاخره برياليتوب تر لاس کړ او د اولمپيک په تاريخ کې د لنډ واټن د ځغاستې په مسابقه کې لومړنی تور پوستی لوبغاړی ګڼل کيږی.

يو يتيم په مسابقه کې برياليتوب تر لاسه کړ

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې د ماراتون ځغاستې پای لوبه د ١٩٣٢ کال د اګيست په اومه نېټه تر سره شوه. د هوا د ښه والي او د لارې د اواروالي له امله دغه مسابقه ډيره سخته وه او يوازی اته لوبغاړي ټاکل شوی هدف ته و نه رسيدل. له ارجينتاين څخه راغلي لوبغاړي ساوارا چې يو يتيم و، په دغه لوبه کې برياليتوب تر لاسه کړ. له ديارلس کلنۍ څخه هغه د سګټلند د يوه ښونکي تر لارښوونې لاندی په تمرين پيل وکړ.

ښځينه قهرمانه Mildred Didriksen

د تېری پېړۍ په لومړی نيمايی کې د اسوشيټد اژانس له خوا ټاکل شوی ستره ښځينه لوبغاړی چې نوم يی Mildred Didriksen و، د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کې د نيزې غورځولو او د اتياو مترو د خنډونو ځغاستې په دوو مسابقو کې دوه طلايی ميډالونه وګټلی، خو د تاسف وړ خبره دا وه چې د هغه وخت د اړوندو قاعدو له مخی هر تن يوازی د اتلاتيک په دريو پروګرامونو کې ګډون کولی شو، نو هغې خپل توان په پوره توګه څرګند نه شو کړ او د جګ ټوپ په مسابقه کې يی لوړوالی هم و نه منل شو.