د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : په م م کې د چين دايمی استازی وانګ ګوانګ يا د مارچ په ١٤مه نېټه د افغانستان په اړه د امنيت شورا په مباحثوی غونډه کې وينا وکړه او د افغانستان د سوله ايزې بيا رغونې په هکله يې د چين دريځ څرګند کړ .
نوموړي وويل اوس د يو عصري هېواد په توګه په افغانستان کې د واکمنۍ جوړښت په ابتدائی توګه بشپړ شوی دی ، خو سوله ايزه بيا رغونه لا هم د ډيرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ ده . ښاغلی وانګ زياته کړه نړېواله ټولنه بايد په دايمی توګه افغانستان ته پاملرنه وکړي ، د دغه هېواد د بيا جوړولو په برخه کې پانګه واچوي او د مرستو د ژمنو پوره کول تامين کړي .
هغه دې ته اشاره وکړه چين د افغانستان د دوستانه ګاونډی هېواد په توګه تل په سوله ايز ډول بيا جوړولو بهير ته زيات اهميت ورکوي . چين به د ګډو ګټو او د توان د پياوړتيا پر بنسټ له افغانستان سره اوږد مهاله همکارۍ او مرسته وکړي .