<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-15 18:59:36    
له مينې څخه ډک درس

cri

تر اوسه پوري په چين کې شپږ اويا زره يتيمان شته چه پلرونه او ميندې يي د ايدز ناروغۍ له امله مړه شويدي .که څه هم دوي روغ جوړ ماشومان دي ، خو لاهم په ټولنه او حتی په ښوونځيو کې تر سپکاوي لاندي دي . د چين د تعليمي څانګې او نورې ټولنيزې ډلې او سازمانونه ددې وضعې د بدلولو لپاره هڅه کوي . لږه موده دمخه د بيجينګ د ماشومانو په يوه ماڼۍکې له مينې نه ډک درس تر سره شو چه د بيجينګ د لسو لومړيو ښوونځيو يو زر تنو شاګردانو پکي ګډون وکړ او عنوان يي دا و چه څنګه دغو يتيمانو ته سم نظر وکړي شي . په دې فعاليت کې د سندرو او شعرونو ويلو نندارې هم وشوې .

د درس په لومړيو وختونو کې ښوونکي شاګردانو ته د ايدز ناروغۍ د خپريدو مخنيوي په اړه يو لړ معلومات ورکړل او و يي ويل چه د ايدز ناروغۍ د عادي تماس په حال کې يو بل ته نه خپريږي مثلا د لاس او غيږي نيولو ، لامبو وهلو او ډوډۍ خوړلو په وخت کې .

اوس په چين کې د ايدز ناروغۍ د ويروس لرونکي کسان د زياتيدو په حال کې دي او هغه ماشومان هم زياتيږي چه د دې ناروغۍ اغيزمن دي او دوي عمومأ په کليو کې اوسيږي او ژوند يي له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي . د نوموړي فعاليت د پلي کوونکي سازمان يعني د چين د خيريه صندوق مشر ښاغلي وانګ بين وويل سره له دې چه حکومت او د بيلا بيلو ټولنو شخصيتونه په دې هڅه کې دي چه د ژوند په هره ساحه کې له دغو يتيمانو سره مرسته کوي ، خو ددوي په ذهن او زړه کې د يوازيتوب احساسات او د نورو سپکاوي لا هم نشي له منځه وړلی .نو دوي ياد شوي فعاليت يي ترسره کړی او هيله يي دا ده چه په شاګردانو کې د ايدز ناروغۍ په اړه

لازم معلومات ترويج شي او د ايدز ناروغۍ له امله د مړو شويو پلرونو او ميندو ماشومانو ته زياته پاملرنه وکړي شي . د ښاغلي وانګ په وينا د دغه فعاليت په ترسره کولو سره په پلازمينه بيجينګ کې شاګردان په دې ښه پوه شوي چه د دغو بي وزلو يتيمانو په وړاندي د ژوند ستونزې او هيلې کومې دي او څنګه له بي وزلو ماشومانو سره د خپل توان په اندازه مرسته کوي .

اوس د چين په زياتو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې دا تمايل ليدل کيږي چه زده کوونکي يوازي د زده کړې لپاره کوشش کوي او نورو ته کمه پاملرنه کوي . ددې وضعې د بدلولو لپاره په ځينو ښوونځيو کې هر کال له مينې څخه ډک فعاليتونه تر سره کيږي مثلا سختو ناروغانو او مصيبت ځپلو سيمو ته بسپنې ورکول کيږي او يا د معيوبانو لپاره داوطلبانه خدمتونه سر ته ورسيږي . د چين د ولسي پوهنتون په اړه د يوه لومړني ښوونځي مشرې جن لوي فان وويل چه دغه فعاليتونه د زده کوونکو د پلرونو او ميندو لخوا ستايل شوي او حتی دوي هم پکي ګډون کړيدی .

اوو تنو هلکانو چه پلرونه يا ميندي يي د ايدز ناروغۍ له امله مړه شويدي ، په دي ننداره کې برخه واخيستله چه ددوي څخه يو دوولس کلن هلک چه اجيو نوميږي او او پلار يي تازه له دنيا څخه لاړ ، وويل نه غواړم چه مور می هم له ما څخه بيله شي . نو زه بايد ښه زده کوم څو چه د ايدز ناروغانو د علاج لپاره يو ډاکتر وګرزم .

په ننداره کې برخه والو ماشومانو د ټولو ګډون کوونکو په استازيتوب وړانديز وکړ چه د ايدز ناروغۍ له امله په زياتو کورنيو کې خندا نه اوريدل کيږي ، نو مونږ بايد له بي وزلو ماشومانو سره لا زياته پاملرنه وکړو او د ښکلي کورنيو د جوړولو لپاره دي ددوي سره تر وسې پورې مرسته وکړو .