<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-15 19:36:25    
د چين د اجباري ښوونې په باب معلومات

cri

د چين صدراعظم ون جيا باو د ملي ولسي کانګرس په تازه کلني غونډه کې د حکومتي کارونو په اړه په خپل راپور کې د عامو وګړو ښوونې د ترويج تګلاره بيان کړه او په راتلونکي پنځه کلن پلان کې د نه کلنی اجباري ښوونې ترويج او پياوړتيا د هيواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له عمده وو موخو څخه وشميرل شوه .

زمونږ د راډيو خبريالې د چين د اجباري ښوونې د اوسني حالت په تړاو د ملي ولسي کانګرس له استازي او ددې کانګرس د علمي ، تعليمي ، کلتوري او روغتيايي کميټې له مرستيال ليو ين مين سره مرکه وکړه . هغه وويل د وروستيو لسو کلونو راهيسې د چين حکومت او ګڼ شمير وګړو د نهه کلنې اجباري ښوونې د ترويج لپاره نه ستړي کيدونکي هڅې وکړې او د تير کال تر پايه پورې په سلو کي څلور نوي برخه وګړو له نهه کلنې ښوونې څخه برخمن شوې او باور لری چه سږ کال به نور زيات برياليتوبونه تر لاسه شي او حکومت به په دې هکله لا زياتې پيسې ولګوي .

د وروستيو کلونو راپدي خوا د چين د عامو وګړو د ښوونې په چارو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه د ليدو وړ دي ، خو د چين نفوس ډير زيات دی او دولتي ځواک نسبتأ وروسته پاتی دی او د هيواد په اته فيصدو غريبو سيمو کې نهه کلن اجباري ښوونه نده ترويج شوې چه دغه سيمې د هيواد په لويديځ کې پرتې دي . د چين په جنوب لويديځ کې د ګوان سي د جوان قوم له خپلواکې سيمې څخه راغلي استازي ګان اين ځه خبريالې ته وويل په کليو کې يوه برخه زده کوونکي له دې امله چه د زده کړي لګښت نشي ادا کولي خپله زده کړه نيمګړي پري ايښي . ښوونځي داسي تدبير غوره کوي چه د زده کړو د لګښت د ځنډيدو له لارې دوي خپلې زده کړې ته دوام ورکړي . برسيره پردې په ځينو کليوالو ښوونځيو کې ښوونکي هم کافي نه دي چه له دي امله د ښووني د ترويج د چټکتيا مخه نيوله شويده . د ښوونکو د کمښت نه پرته د ښوونځيو د تعليمي تاسيساتو او ودانيو وروسته پاتي والي هم د ښوونې د ترويج په لاره کې يو خنډ دی . د سه چوان ولايت د جيان ګه ولسوالۍ يوې استازي چه ما لي نوميږي ، داسي وويل زمونږ په ولسوالۍ کې په سلو کي څلويښت زده کوونکي داسي زده کوونکي دي چه پلرونه او ميندي يي د مزدورې لپاره نورو ځايونو ته تللي دي . ددوي لپاره د اجباري ښوونې بشپړتيا هم يوه درنده دنده ده ، نو لازمه ده چه حکومت ددې مسئلې د حل لپاره يوه ځانګړي څانګه جوړه کړي .

د اجباري ښووني د ترويج ساحې د پراخوالي تر څنګ د ښوونې د کيفيت لوړوالي هم بايد د پاملرنې وړ وبلل شي چه له دي امله حکومت بايد لا زياتې پانګې ولګوي . د چين د تعليمي کميسيون يو چارواکي ليو بين خپلې نظريې څرګندې کړي او و يي ويل له شلګونو کلونو راهيسې زمونږ په هيواد کې د اجباري ښووني د ترويج سرعت ډير چټک و ، خو دغه موخه د لګښت اخيستلو يعني د زده کوونکو د پلرونو او ميندو په غاړه د بار د دروندوالي په بنسټ ترسره شويده . نو د وړيا ښوونې پلی کول په غريبو کليوالو سيمو کې د ښوونې د پياوړتيا لپاره يو مهم ګام دی ..

سږ کال به د اجباري ښوونې قانون اصلاح شي او د معلوماتو له مخې به د اصلاح شوې نوي قانون په پلي کيدو سره په چين کې اجباري ښوونې بيخي وړيا وي چه دغه قانون به لومړي په غريبو سيمو کې پلي شي . باور دی چه په کليوالو سيمو کې د وړيا ښوونې په ترويج او د حکومت د مالي مرستې په زياتوالي به د ښارونو او کليو ترمنځ د تعليمي کيفيت په هکله توپيرونه کم شي او د ټولنې د عدالت او برابرۍ د

رامنځته کيدو لپاره به ډير ښه بنسټ کيښودل شي .

د چين صدراعظم ون جيا باو د روانې مياشتې په پنځمه نيټه د ملي ولسي کانګرس په کلني غونډه کې د خپل راپور په ترڅ کې وويل مونږ بايد د نه کلنې اجباري ښوونې د ترويج او پياوړتيا او د اجباري ښوونې د منلو لپاره د کليوالو کارګرو د اولادونو د مشکلاتو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړو څو چه هر ماشوم په مساوي توګه له اجباري ښوونې څخه برخمن شي . د حکومت پلان دا دی چه د کليوالو زده کوونکو ټول لګښتونه به وړيا وي . دا د چين د ښوونې په تاريخ کې يو مرحله ايز ګام دی چه د ټولو هيوادوالو لپاره به د کيفيت د هراړخيز لوړوالي په برخه کې ډير ستر او ژور اهميت ولري .