<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-17 15:59:18    
د چين د ملی ولسی کانګرس سابقه لرونکې استازی شن جي لان

cri

٥٢ کاله مخکی نمونوی بزګره شن جي لان د چين د ملی ولسی کانګرس د استازی په توګه وټاکل شوه. دا لومړی په خره او بيا په موټر او اورګاډۍ له خپل کلی څخه بېجينګ ته راغله.

٥٢ کاله وروسته دا په الوتکې له خپل وطن څخه بېجينګ ته راغله او د چين د لسمې دورې د ملی ولس کانګرس په غونډه کې يي برخه واخيستله. ميرمن شن جي لان د چين په تاريخ کې يوازنی استازی ده چې د چين د ملی ولسی کانګرس له لومړنی دورې څخه تر لسمې دورې پوری ئی په ټولو غونډو کې ګډون کړی دی.

ميرمن شن د مارچ په دريمه نېټه خبريال ته وويل کله چې د لومړی ځل لپاره مې په دغه غونډه کې ګډون وکړ ، يوازنی نيت مې دا و چې رئيس ماو له نژدی وګورم. په هغه غونډه کې د هېواد د لومړی پنځه کلان پلان په اړه بحث وشو او ټول استازی ډير خوشحاله وو. هغه له غريب کلي څخه د ټاکل شوې استازې په توګه په دې غونډه کې د دغه وړانديز په وړاندي کولو سره چې سړی او ښځی بايد له يو شان کارونو څخه يو شان تنخا اخلي ،د لومړی ځل لپاره د چين سياسی صحنې ته پورته او مشهوره شوه .

د چين د ملی ولسی کانګرس د بېلا بېلو دورو د غونډو په هکله ميرمن شن وويل چه د چين د کمونست ګوند د يوولسمې دورې مرکزې کميټې د دريمې عمومي غونډې د جوړيدو وروسته،د ولسی کانګرس په هره غونډه کې د اقتصادی أبادی د پرمختګ

په اړه بحث شوی او استازو هم د اقتصادی ستونزو د ليری کولو لپاره خپل ګټور

وړانديزونه وړاندی کړی دی.د هرې دورې د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په هېواد کې يو لوی بدلون رامنځ ته شوی دی.

دا وويل د ولسي جمهوريت او د ملی ولس کانګرس د سيستم له جوړيدو وروسته بزګران د خپلو نظريو او غوښتنو څرګندولو أزادي لري .اوس ملی ولسی کانګرس ته وړاندی شوی وړانديزونه او د بحث وړ موضوعات زياتيږي . د فخر وړ خبره دا ده چې زه په دې لويه غونډه کې د ٩٠٠ مليونو بزګرانو په استازيتوب وينا کولی شم ، نو زما دنده ډيره درنه ده.

ميرمن شن جي لان هر کال د ګڼ شمير بزګرانو د غوښتنو څرګندولو لپاره ډول ډول وړانديزونه غونډې ته وړاندی کوي . سږ کال هغې د کليوالو سړکونو د أبادی ، په کرنه کې د پرمختللو تکنولوژيو د کارولو او په کليو کې د ګوندي څانګو د کارونو پياوړي کولو په اړه يو لړ وړانديزونه وړاندی کړيدی.

دا وويل ما د يوولسم پنځه کلن پلان په اړه د وړانديزونو جدي څيړنه وکړه چه د نويو سوسياليستی کليود ابادۍ په تړاو وړانديز زمونږ د بزګرانو لپاره د ډيرې علاقې وړ دی.د کليود پرمختګ ښه پلان او د بزګرانو د کوششونو هدفونه ټاکل شوي دي .د مرکزی حکومت د ټاکل شوي پلان او د کافي پيسو د راغونډولو په بنسټ د نويو سوسياليستي کليو د أبادولو موخه به ژر تر سره شي .

که څه هم ميرمين شن ډير ځله بيجينګ ته راغلی ، خو دا لاهم په هيجاني توګه وويل چه د وروستيو کلونو راهيسې د بيجينګ بدلون ډير لوي او چټک دی او ځينې لارې يي بيخي نه پيژني .امکان شته چې په سږ نې غونډه کې د ګډون وروسته به هغه د

عمر د زياتوالي له امله په راتلونکي غونډه کې برخمنه نه شي ، خو دا لا هم يوه بزګره ده او لا هم د کليوالو لپاره ښه خدمت وکړي .