<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-17 19:44:40    
چينايی مشهور دايرکتر لی ان

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د مارچ په پنځمه نېټه د اوسکار د فلم د اته اويايمې دورې د جايزو ورکولو په مراسمو کې چينايی دايرکتر لی ان د بروک بک غره په نامه د فلم جوړولو له امله د غوره دايکتر جايزه تر لاسه کړه او په اسيا کې لومړنی کس دی چې دغه جايزه ګټی. ښاغلي لی ان د دغې جايزې د تر لاسه کولو وخت وويل

( لومړی اواز)

ډير خوشحاله يم چې دغه جايزه می تر لاسه کړه، غواړم چې له خپلو همکارانو، مېرمنې او زوی څخه مننه وکړم، زه ستاسی سره مينه لرم. د دغه فلم د جوړولو په ترڅ کې زما پلار مړ شو، نو د هغه لپاره می دغه فلم جوړ کړ.

د بروک بک غره په نامه فلم د دغې دورې د اوسکار په مراسمو کې نه يوازی د غوره دايرکتر جايزه، بلکه د فلم د غوره موسيقی او د غوره کيسې نورې دوه جايزې هم تر لاسه کړې. د اوسکار د جايزو له تر لاسه کولو مخکی دغه فلم اته څلويښت نورې رنګا رنګ جايزې ګټلي وي. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسی د دغه چينايی مهشور دايرکتر په هکله څه معلومات واورئ.

دايرکتر لی ان په ١٩٥٤ کال کې د تايوان ولايت په مرکز تايبی ښار کې زېږېدلی دی. د ده پلار چې د يو منځنی ښوونځي مشر و، له ده څخه ډېرې غوښتنې وکړې چې

بايد دوديز عادت وساتی. د زياتو نامتو دايرکترانو په څېر د خپل ماشومتوب په وخت کې لی ان له فلم سره ډېره علاقه او مينه درلوده. تر اوسه پوری کله چې دی فلمونه ګوری، تل يی اوښکې بهيږی. په ١٩٧٥ کال کې ښاغلي لی ان د تايوان پوهنتون له هنری پوهنځي څخه له فراغت وروسته د زده کړې لپاره امريکې ته ولاړ. هغه لومړی Illinois د ايلينويس په پوهنتون کې د ډرامې ليسانس درجه او وروسته يی د نيويارک په پوهنتون کې د فلم د ماستری درجه تر لاسه کړه. د نيويارک په پوهنتون کې د خپلې زده کړې په موده کې هغه دری فلمونه جوړ کړل چې نومونه يی په جلا جلا توګه د منډی وهلو سړی، له چينی خوراکونو سره مينه لرم او هنرمندان تر ټولو نه ښه دي. هغه فکر وکړ چې بيرته تايوان ته د کار لپاره ستون شی، خو د فلم جوړولو د يوه امريکايی شرکت له خوا قانع شو او په امريکا کې پاتی شو.

له ١٩٩١ کال څخه دايرکتر لی ان په پر له پسی توګه دری چينی فلمونه جوړ کړل چې ټول د پلار د عمده رول په اړه و. دغه دری فلمونه نه يوازی په تايوان کې جايزې تر لاسه کړې، بلکه زيات شمېر ټکټونه يی وپلورل شول. په همدې وخت کې دغه فلمونه د لويديځې نړۍ د فلم جوړونکو له ستايل شوی دی. د دغو دريو فلمونو په هکله دايرکتر لی ان وويل

(دوهم اواز)

زما لخوا جوړ شوی چينی فلمونه زما له ژوند څخه نه بيليږی. په دغو فلمونو کې اساسأ بشری طبيعت تصوير شوی دي. دا چې بشری طبيعتونه بېلا بيل دي، نو بايدپه ډول ډولو لارو بحث پرې وشی.

سپوږمی

په ١٩٩٥ کال کې دايرکتر لی ان د امريکې د فلم جوړولو په ساحه کې خپل مقام وموند او د عقلونو او احساساتو په نامه يی يو فلم جوړ کړ. دغه فلم د برلين د فلم په جشن کې لويه جايزه تر لاسه کړه او د اوسکار د غوره فلم په توګه ياد شو.

د لويديځې نړۍ پر موضوع د څو فلمونو له جوړولو وروسته هغه په ٢٠٠١ کال کې يو بل په زړه پوری فلم جوړ کړ چې نوم يی په ځاله کې پټ ښامار او پړانګ دی. د دغه فلم له امله ښاغلي لی ان د اوسکار په تاريخ کې لومړنی چينی فلم ډايکتر دی چې د بهرنی ژبې د غوره فلم جايزه ګڼی.

شک نه شته چې د بروک بک غره فلم د دايرکتر لی ان يو بل بريالی بيلګييز اثر دی. چينايی هنرمندې او د اوسکا د جايزه ورکولو لومړنی چينايی مامورې لو يانګ د دغه فلم په هکله داسی وويل

( دريم اواز)

دغه فلم زما ډير خوښيږی. ښاغلي لی ان يو تکړه سړی دی چی هر ډول فلم ښه جوړولی شی.

د لی ان فلمونه ځانګړيتوب لری چې له ساده کيسې څخه يی ژور او زيات احساسات څرګند شويدي.

ګرانواورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيدچې پکې تاسی د چينايی مشهور دايرکتر لی ان په هکله څه معلومات واوريدل. روغ او خوشحاله اوسئ.