<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-18 19:42:24    
پاکستان وويل د امريکی او هند تر منځ د اټومی انرژی د همکارۍ تړون به د جنوبی أسيا سوله ايز ثبات ته زيان ورسوي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ١٧مه نېټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل د روانی مياشتی په پيل کې د ملکی ذروی انرژی په برخه کې د امريکی او هند تر منځ د همکارۍ تړون به د جنوبی أسيا سوله ايز ثبات ته زيان ورسوي .

په دغه اعلاميه کې ويل شوی چې د امريکی هغه عمل به د جنوبی أسيا امنيت او د ذروی وسلو د نه خپرونی په هکله د نړېوالې ټولنې کوششونو ته زيان ورسوي چې د ذروی مسئلی په باب هند ته د يوې ځانګړی تګلارې امتياز ورکوي . د امريکی له خوا د توپير دغه عمل پاکستان ته د منلو وړ نه دی .

اعلاميی زياته کړی د جنوبی أسيا د سيمه ايز ثبات لپاره د يوې ستراتيژيکی موخې د ټاکنې ګټورتيا او په جنګی ألو د سمبالتيا په اړه د سيالی مخنيوی به يوازی په دې شرط وشي چې امريکا د دواړو هېوادونو په اړه يو ورته او مساوی دريځ غوره کړي .