دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين ديون نان ولايت ډول ډول ولسی سندری
تاسو ته وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو،همدااوس مو د يون نان ولايت يوه ډېره مشهوره ولسی سندره واوريده چی نوم ئی دی په کوچنی سيند کی اوبه پورته دی٠ يون نان ولايت د چين په جنوب لويديځ کی واقع دی او د هان ، يی او هانی په ګډون څه د پاسه شل قومونه پکی ژوند کوی، په يون نان کی د چين د قومونو شمېر تر ټولو ډېر زيات دی٠ د يون نان خلک په ويلو او نڅا کولو کی ډېر تکړه دی او زيات شمېر خوندوری ولسی سندری په يون نان او د چين نورو سيمو ته پراخې شوی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د يون نان يوه غرنی سندره واورو چی أسونو ته د خوراک ورکولو په وخت کی، خلکو ويلی دی٠
( سندره ٢ )
له ډېری مودی راهيسی د هوا دنګ په نامه يو ډول سندری په يون نان او شاو خوا کی ډېر مشهور دی چی هنرمندان د سندرو د ويلو په وخت کی هم نڅا کوی٠ اوس
به مونږ په ګډه يوه دغه شان سندره واورو چی نوم ئی چای اووهی دی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠