<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-19 20:18:17    
شنه صحرايی هېوادونه

cri

کله چی د خليج هېوادونه ياديږي، د خلکو په دماغ کی به لومړي غني نفتي ذيرمې او د دغو منابعو په استعمالولو سره همدغو هېوادو ته راپيدا شوي ستر بدلونونه رامنځته شی٠ که تاسی دغو هېوادو ته سفر وکړی، نو په خپلو سترګو دغه بدلونونه ليدلی شی٠ په دی سيمه کی پخواني طبيعي منظرې لکه بی پايه صحرا، اورنۍ ګرمي، سخت بادونه، د اوښانو کاروان او د شپنو کيږدۍ يوازي د خلکو په خاطراتو کی پيدا کيږی او نن ورځ د نويو ښارونو د جوړيدو ګامونه د چټکتيا په حال کی دي٠ د خليج په سيمه کی د ټولې نړۍ دوه په دريمه برخه د نفتو ذيرمې شته هلته د نفتو ذخيره يو نوی ميليارده ټنه ده چی د نړيوالي ذخيري په سلو کی دري ديرش برخه جوړوي، د نفتو او ګاز له صدرو څخه د اخيستل شويو ګټو په استعمالولو سره د دې سيمې د هېوادونو انکشافي پلان پلی شويدي چی د دوی لومړنې دنده د ځنګلونو ساتلو او د کرنې د أبادولو لپاره د اوبو ذخيره کول وو، نو د خليج د هېوادونو حکومتونو د اوبو د مخزنونو د جوړولو ، تر زمکې لاندی له اوبو څخه د ګټی اخيستنی او د سمندري اوبو څخه د مالګی د تعيفه کولو لپاره زياتی پيسی لګولی دی چی د شلو کالو د کوښښونو له امله د دې سيمې د هېوادونو عمده ښارونه او د خلکو د اوسيدو ځايونه سمسور شوي او ځيني ريګستانونه ئی په أبادو او زراعتي ځمکو بدل شويدي٠ د کويټ د کرني د وزارت د يوه مامور په قول د يوې ونې د کيښودلو نه تر ګټی اخيستلو پوري څو زره او حتی لس زره امريکايی ډالره مصرفيږي ٠ نن ورځ د دغو هېوادونو د سړکونو په دواړو غاړو کی د لسګونو يا سلو مترو په پلنوالي د شګو په ضد د ځنګلونو کمربندونه ليدل کيږی٠

د صحرايی ځمکو او د اوبو د کمښت له امله پخوا د خليج په هېوادونو کی کرنه وروسته پاتی وه او د دې سيمې خلکو کوچياني ژوند کاوه يا د ملغلرو او کبانو د نيولو او يا سوداګرۍ په چارو لګيا وو٠ د نفتو تر کشف وروسته عصري تمدن د دوی د ژوند عادتونه بدل کړيدی، خو د نفتو منابع ورو ورو کميږي، نو د خليج هېوادونه د خپلو اولادونو او مليتونو د ژوند لپاره د کرنې د پراختيا پلانونه جوړ کړيدي٠ مثﻵ په ١٩٦٨ کال کی په کويت کی د کرني وزارت جوړ شوي او په کرنه کی د څاڅکي څاڅکی اوبو په واسطه د اوبو لګولو تخنيک او د ميوو، سبو، ګلونو د روزنې لپاره يو لړ پرمختللی تخنيکونه تر استفادې لاندي راغلي دي، نن ورځ د اوبو لګولو په نوي سيستم کی کمپيوترونه استعماليږي٠

نن پرته د کويت نه د خليج په نورو هېوادو کی د کرنې د پرمختيا په برخه کی هم د ليدو وړ موفقيتونه ترلاسه شويدي٠ مثﻵ د سعودي عربستان حکومت د څاه ګانو د کيندلو، د بندونو او د اوبو لګولو د نورو پروژو د جوړولو لپاره زياتې پيسې لګولې او د باران ، تر ځمکې لاندي د اوبو او د سمندري اوبو د مالګی د تصيفی په برخو کی يی علمي ميتودونه استعمال کړيدي څو چی صحرايی په أباده سيمه بدله شي٠ اوس کرنه د نفتي چارو نه وروسته د سعودي عربستان په اقتصاد کی دوهم ځای لری او له کرنې څخه ترلاسه شوي ګټې د داخلي توليداتو له عمومي ارزښت څخه په سلو کی دوولس برخه جوړوی٠ په داسي حال کی چی د نړۍ په ځينو سيمو کی د صحرايی کيدو سرعت ډېر چټک دی، د خليج هېوادونو په دې هکله د لازمو تدبيرونو په نيولو سره ستر موفقتونه ترلاسه کړيدي چی دا د نړيوالو لپاره يو ډېر ښه الهام ګڼل کيږی ځکه چی مونږ يوازی د ځمکنی يوه کره لرو٠