<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-20 18:42:56    
د چين ملی ولسی کانګرس د راتلونکو پنځو کلونو د پرمختګ په اړه د حکومت پلان منظور کړ

cri

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی او د ملی ولسی کانګرس کلنی غونډی په جلا جلا توګه پای ته ورسيدی. د ملی ولسی کانګرس د کلنی غونډی د پای ته رسيدو په مراسمو کی د استازيو په اکثرو رايو د ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ يولسم پنځه کلن پلان تصويب شو.

په سږنيو دوو غونډو کی د بحث موضوع د راتلونکو پنځو کلونو د پرمختګ پلان جوړونه وه چه دغه پلان د تېرو پلانونو په پرتله ډېر توپيرونه لری.

د اقتصاد په ساحه کی د سرچينو او چاپيريال د لاملونو له امله، د اقتصادی پرمختګ د بهير ډېر چټکوالی نشی ساتل کېدای، خو بيکارانو ته د کارونو موندل د اقتصادی پرمختګ چټکتيا ته اړتيا لری. نو د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت زياتوالی د تېرو پنځو کلونو په پرتله لږ څه ټيټ ښکاری. د انرژۍ د لګښتونو په برخه کی هم نوی مقررات په ګوته شوی دی چه له پنځو کلونو وروسته بايد د انرژۍ لګښتونه په سلو کی شل کم شی. له دې امله بايد د پرمختللی تکنولوژۍ په کارولو سره اقتصادی ګټی زياتی شی. په مالی او پولی ساحو کی به اصلاحات پياوړی شی. دغه راز د ښوونې، روغتيا او نکنولوژۍ په چارو کی په تيره بيا د نويو کليو د جوړولو په ساحه کی به ډېری زياتی پيسی ولګول شی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټی مرستيال ښاغلی رن وی شين وويل:

د انرژۍ د سپمولو او د ککړتيا د کمولو په برخو کی به حکومت يو لړ تدبيرونه ونيسی. مونږ بايد د ادارې د پياوړتيا له لارې د انرژۍ د سپمولو هدف ته ورسېږو. اوس حکومت د انرژۍ د سپمولو په اړه د لسو عمده پروژو په پلی کولو بوخت دی او د هغو يو زر تصديو څارنه او نظارت کوی چه د انرژۍ لګښت يی ډېر دی. مونږ به هغو ډلو، تصديو او افرادو ته سزا ورکړو چه د انرژۍ په نه سپمولو سره د قانون مخالفت کوی.

د فولادو او اوسپنو په چارو کی ډېره انرژي مصرفېږی چې چاپيريال ته په ډېره اندازه ککړتيا رسوی. په يولسم پنځه کلن پلان کی د انرژۍ سپمولو او د ککړتيا کمولو هدف ته رسيدل خورا يوه سخته ستونزه ده. د ملی ولسی کانګرس استازی او د جيانګ سوولايت د فولادو او اوسپنو شرکت مشر ښاغلی هه دا پين وويل د فولادو او اوسپنو شرکتونه بايد د خپلو ګټو د تر لاسه کولو تر څنګ د ټولنيزو ګټو دساتلو لپاره کوشش وکړی. هغه زياته کړه چه زمونږ په شرکت کی به د روان او راتلونکی کال د کوششونو له لارې کمه انرژی استعمال شی .

ښوونه د تکنولوژۍ د پرمختګ بنسټ دی. په يولسم پنځه کلن پلان کی د ښونې د پرمختګ اهميت او په تيره بيا په کليوالو سيمو کی د ښوونې د پياوړتيا اړينوالی ياد شويدی. صدراعظم ون جيا باو وويل بايد په بی وزلو سيمو کی د ښوونې د شرايطو د ښه والی لپاره ډېری پيسی ولګول شی. په راتلونکو پنځه کلونو کی به د حکومت د اجباری ښوونې د ترويج لپاره دوه سوه اتلس مليارډه او دوه سوه مليونه يوانه ولګول شی او بايد د اجباری ښوونې د منلو فرصت هر ماشوم ته برابر شی.