د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، هند او پاکستان د مارچ په يوويشتمه نېټه په نوی ډيلی کی د مجرمينو پر ضد د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې وکړی. په دغو دوه ورځنيو خبرو اترو کی به دواړه خواوې په عمده توګه د کسانو د پلورلو او د جعلي پيسو د جوړولو په شمول د مجرمينو او معلوماتو د تبادلې په اړه بحث وکړی. پر دې سر بيره به دواړه خواوې د جنوبی اسيايی هېوادونو ټولنې د پوليسو تر منځ د همکاری کړنلارې په اړه د خپلو نظريو تبادلې او په بهرنيو هېوادونو کی د جرمونو مخنيوی وکړی. هند او پاکستان له اوه لسو کلونو راهيسی، د لومړی ځل لپاره دغه ډول خبری اتری کوي.
|