<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-21 19:18:24    
بدبخته قهرمانه ماديسون

cri
د لامبو وهلو امريکايی ښځينه لوبغاړې ماديسون په دغو سپورتی لوبو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل چې د لامبو وهلو په درو ښځينه وو مسابقو کې دری طلايی ميدالونه وګټل. د اولمپيک د سپورتی لوبو له پای ته رسيد وروسته نوموړې قهرمانې په مغازو، روغتونونو او د نڅاوو په سالونونو کې کار کاوه او دری ځله يی طلاق وکړ. په ١٩٧٠ کال کې شپږ پنځوس کلنه ماديسون د سرطان له امله له دنيا څخه لاړه چې په هغه وخت کې يوازی يو پيشو ور سره و. د اولمپيک وطن دوست قهرمان د دغو سپورتی لوبو د لس زرو مترو منډی وهلو په نارينه مسابقه کې د پولند لوبغاړی چې کوسوسيسګی نوميده ، طلايی ميدال لاس ته راوړ چې د اولپميک په تاريخ کې د پولند لومړی طلايی ميدال ګټونکي و. د دوهمې نړيوالې جګړې له پيل وروسته هغه په پوځونو کې شامل شو، خو له بده مرغه د نازيانو لخوا ونيول شو او د١٩٤٠ کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه ووژل شو. د حکم غلطی له خنډونو څخه د دريو زرو مترو په ځغاسته کې د فينلند لوبغاړی ايسو هولو لومړی هدف ته ورسيد، خو حکم په غلط ورته اشاره وکړه چې نوره يوه دايره لا هم پاتی وه. نو هغه منډی وهلو ته دوام ورکړ ، خو د خوښۍ وړ خبره دا وه چه ايسو هولو لا هم د نورو لوبغاړو مخکې هدف ته ورسيد او طلايی ميدال يي تر لاسه کړ. وروسته د پلټنې له لارې څرګنده شوه چې دا د حکم غلطی وه . په برلين کې د اولمپيک د يوولسمې دورې سپورتی لوبې د ١٩٣٦ کال د اګيست په لومړی نېټه په برلين کې د اولمپيک د يوولسمې دورې سپورتی لوبې په رسمی توګه پرانيستل شوې او د همدې مياشتې په شپاړسمه نېټه پای ته ورسيدې. په دغو سپورتی لوبو کې له نهه څلويښتو هېوادونو څخه راغلو دری زره نهه سوه او دری شپېته تنو لوبغاړو ګډون درلود چې په دې جمله کې ښځينه لوبغاړي دری سوه او يو ديرش وي. په دغو سپورتی لوبو کې نولس لوی پروګرامونه او يو سلو نه ويشت کوچنی پروګرامونه تر سره او د لومړي ځل لپاره هند بال او بسکيتبال مسابقې ترسره شوې. په دغو سپورتی لوبو کې د اتلاتيک او لامبو وهلو په شمول دوه دريش ځله د اولمپيک ريکارډونه ټينګ شول چې په دغه جمله کې دوولس نړيوال ريکارډونه ټينګ شويدي. د هيتلر تر کنترول لاندي د اولمپيک سپورتی لوبې په برلين کې د اولپميک سپورتی لوبې د نازيانو تر کنترول لاندي ترسره شوي وي. دغې سپورتې لوبې د اولمپيک له ايديالوژۍ څخه سرغړونه وه او د نازي المان د تبليغاتو لپاره يي مهم رول لوبولی و. د دغو سپورتی لوبو د پای ته رسيدو له دريو کلونو وروسته د ١٩٣٩ کال په سپتمبر کې د نازي المان له امله دوهمه نړيواله جګړه رامنځته شوه او د المان د خلکو په ګډون ټولو نړيوالو ته يی لوی مصيبت ورساوه. په ١٩٥٤ کال کې د اولمپيک د سپورت د شپېتمې کاليزې د لمانځنې لپاره د اولمپيک نړيوالې کمېټې د خپل غلطی انتخاب پخلی وکړ او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يی وويل چې د ميلتاريزم او نازيزم د تبليغولو ليوني فضا د اولمپيک د يوولسمې دورې پر په سپورتی لوبو کې خوره وه او بدبخته پايله رامنځته شوه .