د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمود قاسوری د روانې مياشتی په ٢١مه نېټه د ايران د بهرنيو چارو له وزير مانوچير متکی سره د تليفونی خبرو اترو پر وخت يو ځل بيا وويل پاکستان له دې سره مخالفت کوي چې له پوځی لاری د ايران ذروی مسئله حل شي .
د پاکستان د دولتی ټلويزيون د خبر له مخې : خورشيد محمود قاسوری ويلی د پاکستان په نظر د ايران ذروی مسئله بايد د خبرو اترو له لاری په سوله ايزه توګه حل شي او د ده هېواد به له اروپائی ټولنې سره د خبرو اترو لپاره د ايران ملاتړ وکړي .