<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-21 20:37:35    
د نوي لمريز كال رارسېدل په  بېجېنګ كې د افغانستان په سفارت كې د كوچينيو مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شول.

cri
د مارچ په يوشتمه د نوي لمريز كال رادبره كېدنه په بېجېنګ كې د افغانستان په سفارت كې د يوې مېلمستيا په ترڅ كې ولمانځل شول. دغه مېلمستيا په بېجنګ كې د افغانستان د لوى سفير اكليل احمد حكيمې په بلنه چمتو شوې وه چې د افغانستان سفارت پركاركوونكو سربېره په بېجنګ كې يو شمېر مېشتو افغانانو هم په كې ګډون درلود.
په مېلمستيا كې د كال د نوې ورځې په مناسبت د افغانانو دوديز خواړه اوه ګونې مېوه چمتو شوې وه. افغان سفير ښاغلي حكيمي د نوي كال په مناسبت گډون والو ته مباركي وويله او د چين بين المللي راډيو له پښتو څانګې سره يې په ځانګړې مركه كې ټولو افغانانو ته د مباركۍ او نېكمرغۍ هيلې څرګندې كړې او نوى كال يې د افغانستان او نړۍ لپاره د سولې آرامى او سوكالۍ يو كال وغوښت.
د مارچ يوشتمه هر كال د لمريز كال له پيل او د وري مياشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري چې د افغانستان په لروبر كې د خوشحالۍ په خورا ډكو مراسمو سره لمانځل كېږي.