<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-03-22 18:55:14    
د کوچنيانو سره مينه وال های فی

cri

د چين د ملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې غونډی په وروستيو ورځو کې پای ته ورسيدی . په دغو دوو غونډو کې د کوچنيانو د روزنی او ښوونی مسئله د ګډون کوونکو د پاملرنې وړګرځيدلی وه .

ويل کيږي چې کوچنيان د يو هېواد د ګلانو ، د ملت د هيلو او د راتلونکو څښتانو په توګه ګڼل کيږي ، نو کوچنيانو ته پام اړول د انسانانو راتلونکی د ساتنی لپاره ستر اهميت لری . د چين د کوچنيانو لپاره د اطلاعاتو د عمومی مطبعې مشر ښاغلی های فی له اوږدی مودی راهيسی د کوچنيانو د ښوونی او روزنی چارو لپاره کوشش کړی او هر وخت يې د کوچنيانو ودې ته زياته پاملرنه کړی ده . د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټی د غړی په توګه يې د د غه کنفرانس د ملی کميټی په څلورو کلنيو غونډو کې برخه اخيستې او پکی يې شپاړس وړانديزونه کړي چې هر يو يې د کوچنيانو د ودې سره اړه لری . هغه وويل زما ټولو وړانديزونو د کوچنيانو هيلې څرګندې شوی دی ، څرنګه چې ما د کوچنيانو د چارو لپاره د يو کارکوونکی په توګه د هېواد د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټی په غونډه کې ګډون وکړ . نو ځکه می دا دنده درلوده چې د کوچنيانو هيلې او غوښتنی دغه مهمی غونډې ته وړاندی کړم .

د کوچنيانو د هيلو او ارزوګانو د معلومولو لپاره ښاغلی های فی په ځانګړی توګه د چين د کوچنيانو په ورځپاڼی کې د مطبعې د مشر په نامه د پوستی پيغامونو صندوق جوړ کړی دی . له دې وروسته زيات شمير کوچينانو د چين له بيلا بيلو ځايونو څخه بيجينګ ته خپلی غوښتنې سپارلی دی . د کوچنيانو د ليکونو د يادونی په وخت کې های فی په خوښ سره وويل هره ورځ لس ګونه ليکونه ما ته راځی ، کوچنيان غواړی چې خپلی هيلې څرګندې کړي . زما لپاره تر ټولو نه د خوښی وړ کار دا دی چې د کوچنيانو ليکونه لولم . کوچنيان په خپلو ليکونو کې د هېواد د سترو پيښو په اړه خپلې نظريې او د ودې په بهير کې خپلې خوابدی ما ته وائی .

د ٢٠٠٣ کال د سپتمبر په مياشت کې هغه ليک د ښاغلی های فی پاملرنه تر لاسه کړه چې ٢٧ تنه کوچنيان د وطن پالنی د موزيمونو او تاريخی يادګارونو د ليدنی کتنی پر وخت د لوړ قيمت له امله له دغو ځايونو څخه بی برخه شوی دی ، کوچنيانو په دغه ليک کې له های فی څخه د مرستی غوښتنه کړې ده . نو های فۍ د چين د کوچنيانو په ورځپاڼی کې دغه مسئله خپره کړه . دغه مسئله د ټولنی د بيلا بيلو دايرو لخوا تر بحث لاندی راغلی ده او د بحثونو له نتيجی څخه څرګنده شوی چې کوچنيان کولای شي په وړيا ډول له دغو ځايونو څخه ليدنه وکړي .

له دې وروسته دغه مسئلې د چين د حکومت د اړوندو څانګو پاملرنه تر لاسه کړه . د ٢٠٠٤ کال د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی په غونډه کې های فی داسی وړانديز وکړ چې کلتوری نندارتون او موزيمونه بايد کوچنيانو ته په وړيا ډول خپلې دروازی پرانيزي . نو د چين د کلتور وزارت او د دولت د تاريخی اثارو اداری په يو سند کې ټاکلی چې موزيمونه ، يادګارونه او هنری نندارتونونه د کوچنيانو د ډله ايزې ليدنی کتنی پرمخ خپلی دروازې بی ټکټ پرانيزی او د يو زده کوونکي لپاره د نيمې بيه ټګټ اخيستلو زمينه برابره کړي .

په وروستيو کلونو کې د خپلو وړانديزونو د پلی کولو په هکله های فی وويل : کوچنيانو ته د خدمت لپاره زما له وړانديزونو څخه څرګنديږي چې زمونږ هېواد او ملت له کوچنيانو سره مينه لری . د انسنانو د ټولو کارونو موخه د راتلونکو نسلونو د ښه ژوند او نيکمرغی رامنځته کول دي .